د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان په بیاودانولو ١٠۴ میلیارد ډالره لگولي دی


د افغانستان د بیا رغوني او آبادۍ د چارو لپاره د واشنگټن خاص عمومي مفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیا رغوني او آبادۍ د چارو لپاره د واشنگټن خاص عمومي مفتش جان سوپکو

د افغانستان د بیا رغوني او آبادۍ د چارو لپاره د واشنگټن خاص عمومي مفتش جان سوپکو، ویلی دي چې امریکا د افغانستان د بیا ودانولو د پاره څه دپاسه ١٠۴ملیارډ ډالره لگولي دي چې دا اندازه پیسې د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې په تاریخ کي د هیڅ کوم هیواد د بیا آبادۍ دپاره نه دي لگولي.

خو ښاغلی سوپکو وایي چي د دومره زیاتو پانگو سره سره اداري فساد او د مخدره موادو تجارت په افغانستان کې مخ په زیاتیدو دی او هغه هیواد نه شي کولای د هغو پروژو لگښتونه برابر کړي چې امریکا پیل کړي دي.

سوپکو وویل ،د دومره زیاتو پانگو سره سره اداري فساد او د مخدره موادو تجارت په افغانستان کي مخ په زیاتیدو دی
سوپکو وویل ،د دومره زیاتو پانگو سره سره اداري فساد او د مخدره موادو تجارت په افغانستان کي مخ په زیاتیدو دی

هغه پرون د جمعې په ورځ د جورج واشنگټن په پوهنتون کې په وینا کې وویل چې اصلي خبره داده چې داسې ښکاري چې موږ داسې یو حکومت جوړ کړی دی چې افغانان یې تحمل نه لري.

امریکا او نړۍ والو بسپنه ورکونکو هیوادونو د افغانستان د ملي بودجې څه د پاسه ٦٠ فیصد ورکړی دی.

د افغانستان نه د ټولو نړیوالو محاربوي عسکرو د وتلو وروستی مهلت که څه هم چې را نژدې کیدونکی دی، د امریکا کانگرس بیا هم ١٦ ملیارډ ډالره نور هغه هیواد ته منظور کړي دي.

ښاغلې سوپکو وویل چې امریکا تر اوسه پورې په دې کې ناکامه شوې ده چې په افغانستان کې د اداري فساد او رشوت اخیستلو مخه ونیسي.

هغه دا هم وویل چې هغه څه چې د حیرانتیا وړ دي دادي چې افغانستان په نړۍ کي تر ټولو لوی په اداري فساد اخته ملک دی او د امریکا متحده ایالات هلته په میلیارډونو ډالر مصرفوي.

XS
SM
MD
LG