د متحده ایالاتو د جګړې وزیر، پیټ هګسېت، وایي چې امریکا په افغانستان او عراق کې د امریکايي نمونې پر بنسټ د دولت جوړونې هڅې وکړې، خو د دې سیاست په پایله کې زرګونه کسان ووژل شول. هغه ټینګار وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي دا ډول پوځي مداخلې بیا تکرار کړي.
هګسېت د امریکا د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې ته وویل چې د جمهوريغوښتونکو او ډیموکراټانو دواړو پخوانیو حکومتونو په افغانستان او عراق کې د ملت جوړونې دپاره تګلاره تعقیب کړه، خو دې پالیسۍ درانه انساني زیانونه واړول.
هغه وویل: "زموږ نسل په عراق او افغانستان کې ولیدل چې د دواړو ګوندونو حکومتونو هڅه وکړه چې امریکا په مثال دا ټولنې ورغوي. خو په عراق او افغانستان کې لسګونه زره ښځې او نارینه ووژل شول.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې موږ به نور دې احمقانه پریکړو په شان ورته جګړو ته داخل نه شو، او تر اوسه یې هم همداسې کړي دي."
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې د امریکا د تېرو څو لسیزو په جګړو کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر د ایران او وینزویلا پر ضد د پوځي عملیاتو له تلفاتو سره پرتله کړی دی.
ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي چې د افغانستان شل کلنې جګړې د امریکا دوه زره سرتېري وژلي، د عراق نهه کلنې جګړې ۴۶۰۰ امریکايي سرتېري له لاسه ورکړي.
د ویتنام ۱۹ کلنې او پنځه میاشتنې جګړې ۵۸٬۲۲۰ امریکایان وژلي، او د کوریا درې کلنې او یوې میاشتنې جګړې د امریکا ۳۶٬۵۷۴ سرتېري وژلي دي.
هغه زیاته کړې چې په وینزویلا کې یو ورځنی پوځي عملیات د امریکا له هېڅ تلفاتو پرته ترسره شول.
ولسمشر ټرمپ همدارنګه ویلي چې له ایران سره په پوځي نښتو کې د امریکا د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنه دی.
فورم \ دبحث خونه