د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: آمریکا په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ میلیارده ډالره لګولي


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د امریکا د حکومت د یوه نوي رپوټ پربنسټ چې د ډسامبر په شپږ ویشتمه خپور شو لیکي چې امریکا په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته د محاربوي ځواکونو په لیږدولو شاو خوا شپږ سوه ملیارده ډالره لگولي دي، او اوس په راتلونکو دوو کلونو کې د ځواکونو او تجهیزاتو په بیرته راایستلو باندې به نور پنځه اعشاریه اوه ملیارده دالرو ولگوي.

واشنگتن پوست ددې رپوټ په اړه زیاتوي چې د افغانستان د جگړې د لگښتونو دپاره بودیجه ختمه سوې ده او اوس امریکا د پور په پیسو ددې جگړې څخه د ځان خلاصول غواړي.

دا رپوټ په داسې حآل کې خپرېږي چې اوس مهال په امریکا کې د بل کال د بودیجې په سر سیاسي جنجال هم خپل اوج ته رسیدلی دی. امریکا اوس مهال په افغانستان کی اوه لکه پنځوس زره گران قیمته پوځي سامان الات او تجهیزات لري چی ارزښت یې شپږ دیرش ملیاردو ډالرو ته رسيږي.
XS
SM
MD
LG