د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلسن: ننګرهار کې د داعش سلګونه جنګیالي وژل شوي


په افغانستان کې د داعش اکثر جنگیالي د پاکستاني طالبانو د غورځنگ او د اوزبیکستان د اسلامي غورځنگ پخواني غړي دي
په افغانستان کې د داعش اکثر جنگیالي د پاکستاني طالبانو د غورځنگ او د اوزبیکستان د اسلامي غورځنگ پخواني غړي دي

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان وایي په تیرو دوو اونیو کې د امریکا د متحده ایالاتو په ملاتړ افغان ځواکونو د داعش شاوخوا ٣٠٠ جنگیالي وژلي دي.

جان نیکلسن وایي د ننگرهار په ولایت کې تعرضي عملیات د امریکا د متحده ایالاتو د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ځپل دي.

د داعش ډله چې د اټکل له مخې د افغانستان په درې یا څلورو ولسوالیو کې شتون لري، تیره میاشت یې په کابل کې د هزاره لږکیو پر لاریون باندې د برید مسؤلیت ومانه چې په کې لږ تر لږه ٨٠ تنه وژل شوي وو.

جنرال نیکلسن د چهارشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل، افغان ځواکونه د امریکا په ملاتړ د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د ترهگرۍ ضد عملیات پرمخ بیایي "دوی ددغه سازمان څو مهم مشران او نژدې ٣٠٠ جنگیالي وژلي دي".

هغه زیاته کړه "د پوره شمیرې ترلاسه کول مشکل دي، خو دا په افغانستان کې ددې سازمان لږ تر لږه د ٢٥ فیصدو جنگیالیو له منځه تلل دي چې هغوی ته یوه سخته ضربه ده".

د اسلامي دولت ډله دمخه په افغانستان کې د طالبانو په پرتله یو کوچنی گواښ گڼل کیږي. د سه شنبې په ورځ په افغنستان کې د ناتو ماموریت پوځي مقاماتو وویل په ننگرهار کې یو شمیر امریکایي سرتیرو وروسته له هغې چې داعش پرې برید وکړ مجبور شول چې خپل تجهیزات او وسلې پریږي او په شا لاړ شي.

د داعش جنگیالیو په انترنیټ کې هغه تصویرونه خپاره کړي چې یو شمیر امریکایي وسلې او مهمات په افغانستان کې د دوی د جنگیالیو په لاس کې دي.

XS
SM
MD
LG