د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي شرکتونه په افریقا کې ١۴ میلیارد ډالر پانگونه کوي


ولسمشر اوباما به د افریقایي مشرانو په غونډه کې اعلان وکړي چې امریکایي شرکتونو په بانکي سیستم، تکنالوجي، ښار جوړونې او د اوبو په سکتور کې ١۴ میلیارده ډالر پانگونه وکړي.

ولسمشر اوباما د افریقا د لویې وچې د هیوادونو مشران واشنگټن ته رابللې دي او د یوې دری ورځنی غونډې کوربه دی. په غونډه کې په سوداگری او په افریقایي هیوادونو کې په پانگه اچونې خبرې کیږي. ددې ترڅنگ د افریقا نورې مسلې، لکه امنیت، صحت، خوراک، چاپیریال او د مدني ټولنو پر نقش هم خبرې کیږي.

پرون د دوشنبې په ورځ غونډه د ایجنډا په مطابق پیل شوه. د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دیموکراسي د غښتلتیا او د ثبات په ټینگښت کې د ولسونو مدني نقش ډیر مهم وبللو. ښاغلي کیري وویل، "د هرې دیموکراسي د بریا بنسټ یوه غښتلې مدني ټولنه جوړوي، په امریکا کې، په افریقا کې او په ټوله نړۍ کې همداسي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري غونډې ته د خبرو په حال کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري غونډې ته د خبرو په حال کې

ښاغلي کېري زیاته کړه چې افریقا ته یو ښه فرصت په لاس ورغلی او د ده په اند دا د هغو ټولو هیوادونو د پاره یوه ښه موقع ده چې تر اوسه د قانون حاکمیت په کې ټینگ شوی نه دی.

ښاغلي کېري وویل "موږ په دې باور یو چې هغه ټولنې د نورو په پرتله ډیره وده کوي، پرمختگ کوي او ډیرې باثباته وي چې خلک یې د حکومت پر وړتیاوو باور ولري، په حساب ورکولو یې باور ولري او په شفاف عدالت یې باور ولري. موږ په دې باور یو چې خلکو ته د فرصتونو برابرول او د هغوی ژوند ښه کول، د سخت دریځی د ودې د مخنیوي قوي درمل دي.

بلخوا په یو شمیر افریقایي هیوادونو لکه نایجیریا، کینیا، سومالیا او مالي کې په دې وروستیو وختونو کې ترورزم وده کړې ده. سینیگال چې د مالي سره پوله لري، ولسمشر یې ماکي سال وویل چې هر هیواد باید خپل سرحدونه ټینگ کړي.

هغه وویل "موږ خپلو سرحدونو ته ډیره پاملرنه کړې ده، چې څوک ځي او څوک راځي. په همدې خاطر که اړتیا شوه موږ د ترورزم پر ضد عمل کولو ته ښه چمتو یو.

خو د سومالیا ولسمشر، حسن شیخ محمد وایي چې د افریقا مشران باید د نن زمانې له وسایلو نه هم گټه واخلي. ښاغلي شیخ محمد وویل "د افریقا ننیو مشرانو ته یوه موقع په لاس ورغلې ده. دوی هم اقتصادي سرمایه او ازادي لري، او بلخوا اوس ددې امکانات هم لري چې هغه اوسنۍ تکنالوجي وکاروي، چی پخوا ېې نه درلوده.

ټولو ولسمشرانو په بیلابیلو کاري گروپونو کې برخه واخیسته. د گابون ولسمشر علي بونگو د وحشي ژویو په قاچاق وغږید او د ایتوپیا صدراعظم هیلیماریم سالین د اقلیم پر بدلونو خبرې وکړې.

د گانا ولسمشر جان دراماني ماهاما ووېل د خپل هیواد او بهر میشتو هیوادوالو ترمنځ اړیکې غښتلې کول غواړي. هغه وویل "هغوی بهر اوسیدلي دي، داسي مهارتونه لري چې اوس د خپلو هیوادونو د پاره ډیر څه کولی شي. هغوی نه یوازی خپلو کورونو ته پیسې لیږي. بلکې د افریقا د ستونزو د پاره حل لارې موندلی شي.

نن د سه شنبې په ورځ د افریقا مشران د ولسمشر اوباما په کوربه توب د د امریکا او افریقا ترمنځ د تجارت په غونډه کې گډون وکړي چې دوی څنگه کولی شي د امریکایي پانگې اچوونکو او افریقا ترمنځ اړیکې غښتلې کړي. ماښام، ولسمشر اوباما د افریقا مشرانو ته په سپینه ماڼی کې میلمستیا ورکوي.

XS
SM
MD
LG