د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره باید یو لارښود وي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، خبرداری ورکړی که چېرې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په ټړاو د دې هېواد د ایالتونو د هغو قوانینو چې د متحدو ایالتونو اقتصاد ته ګواښ پېښوي مخه ونه نیول شي او یو واحد فدرالي معیار انتخاب نشي، چین به په چټکۍ سره د مصنوعي ځیرکتیا د تکنالوژۍ د برلاسيتوب په سیالي کې له متحدو ایالتونو څخه مخکې شي.

ټرمپ د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "په مصنوعي ځیرکتیا کې پانګونه له دې سره مرسته کوي چې متحد ایالتونه په نړۍ کې 'ترټولو پیاوړی' اقتصاد ولري، خو د ایالتونو لخوا بې حده قوانین د لویې ودې دا 'ماشین' د ګواښ سره مخامخ کوي."

ډونالډ ټرمپ ویلي: "ځني ایالتونه حتې هڅه کوي چې د تنوع، مساوات او ټول شموله مفکوره (DEI) د اې ای په ماډلونو کې شامل کړي، 'ووک مصنوعي ځیرکتیا' تولیدوي...موږ باید د پنځوسو ایالتونو د قواعدو په ځای، یو فدرالي معیار ولرو. که موږ دا کار ونه کړو، نو چین به په اسانۍ مونږ سره د مصنوعي ځیرکتیا په سیالۍ کې برابر شي."

ولسمشر ټرمپ په یوه پیام کې زیاته کړې چې "دا په ملي دفاعي قانون کې شامل کړئ، او یا یو بېل سند تصویب کړئ، او هېڅوک به هېڅکله ونه توانیږي چې د امریکا سره سیالي وکړي". ډونالډ ټرمپ لیکي دي چې "موږ دا کار په یوې داسې طریقې سره کولای شو چې ماشومان ژغوري او د سانسور مخه نیسي".

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د کانګرس د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي مشرانو ویلي دي چې دوی به ممکن هڅه وکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا مشخص ادبیات په ملي دفاعي قانون کې شامل کړي. دا کار به ایالتونو ته اجازه ورنکړي چې د خپلې خوښې قواعد زیات کړي.

دا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو تازه هڅه ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په ټړاو د ایالتي قوانینو مخنیوی کوي. هغه قوانین چې د دوی په ادعا د مصنوعي ځیرکتیا د سیالۍ په یوه مهم پړاو کې د نوښت مخه نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG