د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو رول پراخه کیږي


د امریکا یو شمیر متقاعدو جنرالانو او لوړپوړو دیپلوماتانو تیره اونۍ له ښاغلي اوباما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ځواکونو د راکمولو له پلان نه تیر شي
د امریکا یو شمیر متقاعدو جنرالانو او لوړپوړو دیپلوماتانو تیره اونۍ له ښاغلي اوباما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ځواکونو د راکمولو له پلان نه تیر شي

یو امریکایي چارواکي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما دا منلې چې امریکایي ځواکونه د افغان ځواکونو سره په گډه د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جگړه برخه واخلي او د جگړې په میدان کې به نور هم په فعاله توگه د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي چې ددغه تصمیم له مخې به امریکایي ځواکونه اجازه ولري چې د اړتیا په وخت د طالبانو پر ضد په جگړه کې زیات هوایي بریدونه وکړي. خو ځمکني یا پیاده ځواکونه په دغه طرحه شامل نه دي.

د ښاغلي اوباما دغه تصمیم په افغانستان کې د امریکا ملاتړی رول په داسې حال کې بیا تعریفوي چې څه دپاسه یو کال دمخه نړیوالو ځواکونو په دې هیواد کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه او د جگړې بار یې افغان ځواکونو ته په اوږه کړ.

همداشان دا تصمیم د اوباما د هغه پریکړه دمخه نیول کیږي چې په افغانستان کې د ٢٠١٧ کال د پیل څخه دمخه په دې هیواد کې خپلو میشتو ٩٨٠٠ سرتیرو شمیره ٥٥٠٠ ته راټیټه کړي او یا نه.

ددې نوي پلان له مخې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن به ددې تصمیم نیولو صلاحیت ولري چې امریکایي قواوی څه وخت په جگړه کې د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي، هغه کار چې تر اوسه امریکایي ځواکونو یواځې د افغان ځانگړو ځواکونو د ملاتړ لپاره کاوه.

د اوباما د پریکړې په هکله د افغانستان غبرگون

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي "افغانستان او امریکا د امنیتي ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې گډه همکاري کوي او څومره چې دغه همکارۍ په امنیتي برخو کې پراخیږي مونږ یې هرکلی کوو."

ښاغلي مرتضوي د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا کار د څلور اړخیزو غونډو د نتیجو پایله ده چې څلور واړو هیوادونو دا منلی چې باید د هغو وسله والو په وړاندې چې سوله نه کوي، پوځي اقدامات وشي. د هغه په وینا متاسفانه چې پاکستان په پخپلو ژمنو وفا ونه کړه خو افغانستان او امریکا په عملي توگه ددغو ډلو پر وړاندې اقدامات کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري هم په دې اړه وایي "مونږ له پخوا ویلي وو چې په افغانستان کې پردۍ جگړه ده، استخباراتي جگړه ده، د تروریزم سره په جگړه کې هغوی شریک دي او د افغانستان د وسله وال پوځ سره باید مرسته وکړي."

ښاغلی وزیري وایي د جمهور رئیس اوباما پریکړه زمونږ د تائید وړ ده او هیله یې څرگنده کړه چې پر هغو باندې چې دغه ترهگر هلته تمویلیږي او تجهیزیږي هم فشار راوړل شي چې په هماغه ځای کې یې ځالې وچې شي او په افغانستان کې سوله تامین شي.

له بلې خوا د پوځي چارو څیړونکی د افغانستان پخوانی جنرال عبدالواحد طاقت بیا په دې نظر دی چې د امریکایی ځواکونو د رول پراخیدل هیڅ گټه نه کوي.

ښاغلی طاقت وایي ښه به دا وی چې افغان پوځ او پولیس د دښمن سره په خپله وجنگیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د متقاعدو جنرالانو او لوړپوړو دیپلوماتانو یوې ډلې تیره اونۍ له ښاغلي اوباما څخه وغوښتل چې د ځواکونو د راکمولو پلان نه تیر شي ځکه د هغوی په وینا دا کار ښایي د طالبانو پر وړاندې جگړې باندې منفي اثر وکړي.

XS
SM
MD
LG