د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: هغه امریکايي سرتېری مړ شو چې د اسرائیل سفارت په مخ کې یې ځان سوځولی و


د امریکا د دفاع وزارت وايي د هوايي ځواکونو یو سرتېری، چې په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل د سفارت په مخکې ځان ته اور اچولی و، مړ شو.

د امریکا د هوايي ځواکونو ویاند نن دوشنبه فبروري ۲۶ (کب ۷) وویل چې دغه معترض د خپلو زخمونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د امریکا د هوايي ځواکونو دغه غړي چې په خپل تیلیفون باندې خپل فلم اخیسته، چېغې یې وهلې: «فلسطین ازاد کړئ» او بیا ځان ته اور واچوه.

په یوې ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، یو کس په نظامي لباس کې ښودل کېږي چې وايي نه غواړي په غزې کې په «نسل وژنې کې شریک» وي.

د پوځ ویاند وویل چې په دې اړه نور جزیات وروسته خپرېږي.

په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل سفارت مخې ته په غزې کې د جګړې پیل کیدو راهیسې څو ځلې مظاهرې شوي. د متحده ایالاتو په پایتخت کې د فلسطین او اسرائیل په پلوۍ هم مظاهرې شوي خو ټولې یې سوله ایزې وې.

په غزې کې د حماس- اسرائیل تر منځ جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا پکې شاوخوا ۱۲۰۰کسان وژل شوي و.

خو په غزې د اسرائیل ځوابي بریدونو کې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی تر دې دمه نږدې ۳۰ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG