د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن ډي سي کې یو امریکایي سرتیري د اسرائیل سفارت مخ کې ځان ته اور واچاوه


د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې چارواکي وایي د امریکا د هوایي ځواکونو یو فعال سرتیري یکشنبه فبروري ۲۵ (کب شپږمه) د اسرائیل سفارت په مخ کې ځان ته اور واچاوه.

د واشنګټن ډي سي د اور وژنې او عاجلو خدماتو ادارې ویلي چې د سري خدماتو افسرانو اور مړ کړی او سوځیدلی شخص یې روغتون ته د درملنې لپاره وړی.

د پایتخت پولیسو یو ویاند په سیمه ایز وخت تر غرمې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د هوایي ځواکونو دا غړی ښه سوځیدلی.

د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو ویاند هم تائید کړې چې دا شخص د دوی سره فعاله دنده لري.

سره له دې چې تر اوسه نده معلومه د هوایي ځواکونو د اسرائیل سفارت مخې ته ولې ځان ته اور اچولی خو پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې کوي.

په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل سفارت مخې ته په غزې کې د جګړې پیل کیدو راهیسې څو ځلې مظاهرې شوي. د متحده ایالاتو په پایتخت کې د فلسطین او اسرائیل په پلوۍ هم مظاهرې شوي خو ټولې یې سوله ایزې وې.

په غزې کې د حماس- اسرائیل تر منځ جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا پکې شاوخوا ۱۲۰۰کسان وژل شوي و.

خو په غزې د اسرائیل ځوابي بریدونو کې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی تر دې دمه نږدې ۳۰ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

متحده ایالات د حماس پر ضد جګړې کې د اسرائیل مهم متحد دی ، د دې جګړې پیل کیدو راهیسې یې اسرائیل ته ملیاردونه ډالر نظامي او نورې مرستې ورکړي خو پدې تیرو څو میاشتو کې د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو او د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن اړیکې یو څه سړې شویدي.

امریکا او نړۍ له نیتن یاهو غواړي چې د غزې په جنوب کې د رفح په سیمې کې دې عملیات نکوي خو د اسرائیل مشر یکشنبه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دې سیمې څخه د حماس ایستلو لپاره به د اسرائیل پوځ ځمکني عملیات وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان د یکشنبې په ورځ د ان بي سي تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې نیتن یاهو د رفح په سیمې کې د عملیاتو په هکله د خپل پلان په هکله واشنګټن سره معلومات ندي شریک کړي.

ښاغلي سلیوان وویل چې په رفح کې څه باندې یو ملیون وګړو د غزې په نورو سیمو کې د نظامي عملیاتو څخه بچ کیدو په خاطر پدې سیمې کې پنا اخیستې او تر څنګ یې دا هم وویل چې د واشنګټن دریځ دا دی چې که د ملکیانو خوندیتوب لپاره "اجرا کیدونکی" پلان نه وي، اسرائیل دې هلته نظامي عملیات نکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG