د لاس رسي وړ اتصالات

تکزاس کې د یوې الوتکې ماشین یو کارګر مړ کړ 


د امریکا په تکزاس ایالت کې مقامات وايي، د هوايي ډګر د یو کارکوونکي د مړینې په اړه پلټنې کوي چې دوه ورځې وړاندې د یوې مسافر وړونکې الوتکې ماشین مړ کړ.

د متحده ایالاتو د ملي ترانسپورت د خوندیتوب اداره وایي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ډیلټا ایر لاین یوه الوتکه د کالیفورنیا له لاس انجلس څخه د تکزاس ایالت سان انتونیو ته ورسیده او کله چې د یو ماشین سره پر ځمکه روانه وه ناڅاپه یې د هوايي ډګر یو کارکوونکی ځانته راکش او ګیر کړ.

دغې ادارې وویل چې د دې پېښې په اړه څېړنې او د معلوماتو راټولول روان دي. تر اوسه د هوایي ډګر ددغې کارکوونکي په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دغه کارکونکی د یونیفای د هوایي چلند د شرکت له خوا ګمارل شوی و. دغه شرکت دا پیښه "غمناکه" ګڼلې ده.

د ډیلټا شرکت سیمه ایزو رسنیو ته دا پیښه "ژوره او ټکان ورکوونکې" بللې او ویلي یې دي چې په پلټنو کې د مقاماتو سره همکاري کوي.

د یونیفای هوایي شرکت ویلي دي چې دا پیښه ددې شرکت د عملیاتي او خوندیتوب د بهیر او پالیسیو پورې اړوند نده.

تېر کال هم په یوه ورته پېښه کې د هوايي ډګر یو کارکوونکی مړ شوی و. تیره اونۍ، د پایډیمومنټ هوایي شرکت د هغې قضیې په تړاو ۱۵۶۲۵ ډالره جریمه شو.

د هوايي چلند د خوندیتوب یوې بلې څارونکې ادارې وویل، چې سمه روزنه او د خوندیتوب د لارو چارو پلي کولو د دې پېښې مخه نیولی شوای.

XS
SM
MD
LG