د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر: په بلخ کې د والي واک باید ژر په سولیز ډول انتقال شي


د امریکا نوي سفیر د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې.
د امریکا نوي سفیر د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس، په خپل خبري کنفرانس کې عطاء محمد نور د بلخ پخوانی والي یاد کړ او ویې ویل، چې پدغه ولایت کې د والي واک باید په سولیز ډول هرڅومره چې ژر ممکن وي ترسره شي.

د امریکا سفیر چې نن په کابل کې د امریکا په سفارت کې د سفیر په توګه د ټاکل کیدو وروسته په لومړي ځل له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور د لرې کېدو په سر شخړه باید د تاوتریخوالي لامل نشي او افغانستان نور د شخړو او تاوتریخوالو لپاره هیڅ ځای نه لري.

سفیر جان بس وویل" مونږ پدې باوري یو او دا مهمه ده، چې دا شخړه او له پخواني والي عطاء نه نوي والي ته د واک لیږدیدل باید سولیز وي. په ټولنه کې د زیات کړکیچ راوستو ته هیڅ ځای نشته".

سفیر جان بس وویل چې هیڅوک له قانون پورته ندی او د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دا حق دی چې د یوه ولایت چارواکی له واک لرې کړي.

هغه وویل د بلخ د پخواني والي د لرې کېدو د معضلې د حل ټول اړخونه باید د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیسي نه شخصي ګټې.

د امریکا سفیر وویل ددې معضلې په اوږدېدو ترهګر ګټه اخلي.

سفیر بس وویل "کافي تاوتریخوالي شته. پدې ټولنه کې زیات تاوتریخوالی دی. دا حکومت، ولایتي ادارې او نور عام خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي".

د سولې مذاکرات

د امریکا سفیر وویل چې امریکا له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره هیڅ مخکیني شرايط نه لري خو تمه لرې چې د سولې پروسه څه ډول بریالۍ کیږي.

سفیر جان بس وویل دا چې د سولې پروسه څنګه او کله پيل کیږي پدې تړاوو د امریکا متحده ایالات هیڅ راز شرطونه نه ږدي.

د امریکا سفیر د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لافروف د تېرې ورځې د څرګندونو په تړاوو د امریکا غږ د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې چې ګواکې روسیه تیاره ده ترڅو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پلاټفورم تیار کړي وویل د روسیې ددې دریځ هرکلی کوي.

سفیر جان بس وویل" پداسې حال کې چې د مسکو له لوري ددغه مثبت زیګنال هرکلی کوو. خو دا هم مهمه ده چې د سولې ابتکار باید د افغانانو له اړخه وي".

داعش

په افغانستان کې د امریکا سفیر وویل د داعش له ډلې سره هیڅ ډول د سولې خبرې نه کوي او په ويناء یې له داعش سره یوازې له جګړې کار اخلي، یا باید ووژل شي او یا هم ونیول شي.

د امریکا سفیر وویل "غواړم له دې موقع ګټه واخلم، دا اوازې خپریږي. امریکا داعش ډله افغانستان ته نده راوړې، امریکا هیڅکله هم له داعش ملاتړ ندی کړی. نه یې ددې ډلې له جوړېدو، نه یې له حملو. مونږ د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ کوو".

د امریکا نوی سفیر جان بس چې له افغانستان وړاندې په ترکیه کې د امریکا سفیر وویل د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په وروستیو کې افغانستان ته د امریکا سفیر وګمارل شو.

XS
SM
MD
LG