د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا سفیر به په راتلونکو څو میاشتو کې استعفی وکړي


په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر
په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر

په افغانستان کي د امریکا سفیر ( ریان کراکر ) په راتلونکو څو میاشتو کي له خپلي وظیفې نه گوښه کیږي، که څه هم چي امریکا او د ناتو متحدان یې غواړي ددغي قیمتي جگړې د ختمیدو د پاره یوه لاره پیدا کړي.

په کابل کي د امریکا سفارت وویل چي ( کراکر ) دا په مایوسۍ سره تایید کړه چي دی به دهمدې روان عیسوي کال په منځ کي خپل دفتر پریږدي. د امریکا د بهرنیو چارو مامورین وایي چي دغه سفیر د روغتیایي ملحوظاتو په وجه له کار نه لیري کیږي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چي د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په شیکاگو کي د ناتو د مشرانو عالي غونډه ختمه کړه.

ښاغلي اوباما وویل چي د ناتو غړي هیوادونه په دې پلان کي سره متحد دي چي په افغانستان کي دي جگړه ختمه سي او هغه هیواد دي تر کال ٢٠١۴ پوري د خپل امنیت قومانده په خپله غاړه واخلي. مگر جمهوررئیس وویل چي د ستونزو د حلولو د پاره لا کارونه پاته دي چي په هغو کي د پا کستان په اړه ستونزي شاملي دي. ښاغلي اوباما وویل چي امریکا او پاکستان په هغو خبرو کي پرمختگ کړی دی چي پاکستان د ناتو د موادو رسولو د پاره خپل سرحدونه بیا پرانیزي. هغه وویل:

« زه فکر کوم چي په اتحاد کي هرڅوک، د آیساف ټولي قواوي او تر ټولو مهم د افغانستان او پاکستان خلک په دې پوهیږي چي د سیمي هیڅ کوم هیواد تر هغو امنیت، ثبات او نیکمرغي نه سي ترلاسه کولای تر څو چي یې ځیني دغه مهمي مسالې حل کړي نه وي او د نړۍ والي ټولني د هغه عام هدف په ترسره کولو کي ورسره ملگري سوي نه وي چي غواړي دغه سیمي په دې ډاډه سي چي تند لارو ته یې په خاورو کي د ساتني ځای نه ورکول کیږي. »

ښاغلي اوباما ددوشنبې د ورځي له غونډې نه بهر د پاکستان د جمهوررئیس آصف علي زرداري سره هم لنډي خبري وکړې.

هغه په دې غونډې کي د هغو ملکونو نه مننه وکړه چي وروسته له هغه چي پاکستان د ناتو د موادو پر مخ په خپله خاوره کي لاري بندي کړې، دغو ملکونو له خپلو خاورو نه د هغو د تیریدلو اجازه ورکړه.

له ٢٠١۴ کال نه وروسته به افغان امنیتي قواوي په کال کي ١،۴ ملیارډ ډالره لگښت ولري چي ددغو پیسو زیاتره برخه به د امریکا په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG