د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د جګړې پای ته رسیدلو لپاره د چین په هڅو د امریکا او چک جمهوریت شک


د امریکا د متحده ایالاتو او د چک جمهوریت چارواکو ویلي، چې داسې هیڅ نښه نشته، چې دا وښيي، چې چین د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدلو لپاره پر روسیه د خپل نفوذ څخه د کار اخیستلو هڅه کوي.

دغو څرګندونو سره هممهاله د اوکراین سره په سرحد کې د روسیې د بلګرود چارواکو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (جوزا څلورم) وویل، چې پر دغه سیمه د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې لږ ترلږه ۱۳ تنه ټپیان شوي دي. اوکراین په دې برید کې د لاس لرلو په اړه د مسکو تورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې چین د مسکو او کیف ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل ګمارل شوی د اسیا او اروپا د چارو ځانګړی استازی لي هوي اروپا ته استولی دی.


د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګانګ هم په دې وروستیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي: "هیله لرم په بحران کې ښکیل اړخونه، بیطرف او ارام پاتې شي او په چټک ډول اوربند، د جګړې پای ته رسیدلو او د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې وکړي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقوقي سلاکار ډیریک شولټ په اوکراین کې د سولې د ټینګیدو لپاره د چین له هڅو ستاینه وکړه.

هغه امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې چین کولی شي د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین باندې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په برخه کې فشار واچوي.خو ددې سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزات دغه چارواکي د چین د هڅو په اړه شک څرګند کړ.

شولټ امریکا غږ ته وویل: "تراوسه مو ډیرې نښې نه دي لیدلي، چې چین پر روسیې باندې د خپل نفوذ څخه د کار اخیستلو په برخه کې دغسې لیوالتیا ولري. همداشان هیڅ کوم اقدام مو هم نه دی لیدلی، چې دا وښيي، چې که حتی چین د خپل نفوذ څخه کار اخیستلو ته لیواله هم وي د چین دا کار دې د پوتین د نظر د بدلولو سبب شي".

د بلې خوا د چک جمهوریت د استازو د مجلس رئیسې مارکیټا پیکاروا ادامووا، هم اوکراین کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د چین په هڅو شک ښودلی دی.

میرمن ادامووا امریکا غږسره په مرکه کې وویل، چې تر هغه وخته پورې، چې روسیه د اوکراین ټولې نیول شوې سیمې بیرته دغه هیواد ته ونه سپاري جګړه به دوام ومومي.

میرمن ادامووا وویل:" ددې لپاره، چې د ځمکو نیول، په یو متفاوته بڼه جګړه ده. جنګ هغه مهال پای ته رسیږي، چې اوکراینیان پخپله پریکړه وکړي، چې د جګړې د پای ته رسیدلو شرایط ورته د منلو وړ دي".

ټاکل شوې د چین ځانګړی استازی لي هوي په راتلوونکو ورځو کې روسیې ته لاړ شي.

په عین وخت کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتری کولیبا په افریقا کې د روسیې د نفوذ د مخنیوي اود افریقايي هیوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره دغې سمیې ته سفر کړی دی.

XS
SM
MD
LG