د لاس رسي وړ اتصالات

 د اوکراین جګړې کې نږدې لس زره ګمارل شوي روسي بندیان وژل شوي - واګنر ډله


 د واګنر ډلې مشر، یوګني پریګوژین
د واګنر ډلې مشر، یوګني پریګوژین

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګېدونکې ډلې "واګنر" مشر یوګني پریګوژین، ویلي دي چې نږدې لس زره بندیان چې په اوکراین کې یې د جګړې لپاره ګمارلي وو، د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

نوموړي تیر کال د روسیې د زندانونو څخه لیدنه وکړه ترڅو بندیان په دې قانع کړي، که چیرې له دغې ډلې (واګنر) سره د اوکراین په جګړې کې برخه واخلي، نو ددغه کار پر وړاندې او د جګړې څخه د بیرته ستنیدو په صورت کې به د هغوي د بند پاتې موده بښل کیږي.

داسې انګیرل کیږي چې د اوکراین په جګړې کې دا د واګنر ډلې تر ټولو لوی مرګ ژوبله وي.

د واګنر ډلې مشر یوګني پریګوژین په یوه ویډیویی مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ ناوخته خپره شوه وویل:"ما ۵۰زره بندیان ګمارلي، چې شاوخوا شل سلنه یې وژل شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې په ورته سلنه هغه اجیرې ملیشې هم وژل شوي چې د واګنر ډلې سره یې تړونونه لاسلیک کړي وو. خو پريګوژین ددغو وژلو شویو ملیشو د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل.‌

په ورته وخت کې د واګنر ډلې او روسي پوځیانو دواړو د اونۍ په پای کې وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د باخموت ښارګوټي سقوط کړی، خو کیف وویل چې اوکرایني ځواکونه لا هم هلته جګړه کوي.

پریګوژین، چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې یې نوم او شهرت زیات شوی، د روسیې په لوړ پوړو چارواکو سختې نیوکې کړې او دوی یې په جګړې کې د واګنر ډلې د لویو ځاني مرګ ژوبلو مسوول بللې دي.

هغه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د هغه هېواد لوی درستیز، والیري ګیراسیموف په بې کفایتۍ تورن کړل او همدا راز د اوکراین په جګړې کې یې د روسي‌ځواکونو د درانه مرګ ژوبلې پړه د هغوي پر غاړه واچوله.‌

د واګنر ډلې مشر وويل: "وژل شوي کسان لسګونو زره خپلوان لري. ښايي په سلګونو زره به وي. موږ له دې موضوع [د مرګ ژوبلې لوړ شمېر] څخه نشو پټیدلای نشو."

هغه د روسیې پر جګپوړو چارواکو غږ وکړ چې خپل زامن دې د جګړې لیکو ته ولېږي.

پریګوژین، چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته نږدې متحد دی، د روسیې په جګپوړو چارواکو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی بچیان په سوکالۍ کې ژوند کوي، پداسې حال کې چې د بې وزلو کسانو زامن د اوکراین په جګړې کې وژل کیږي.

پریګوژین همداراز وویل چې د دوی ملیشې ځواکونه به د جون تر لومړۍ نیټې د باخموت له ویجاړ شوي ښار څخه ووځي او کنټرول به یې د روسیې پوځ ته وسپاري.

د مې په لومړیو کې سپینې ماڼۍ ویلي وو چې د اوکراین په ختیځ کې په تېره بیا په باخموت کې د پنځو میاشتو جګړو په ترڅ کې تر ۲۰ زرو ډېر روسي پوځیان وژل شوي او ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د جګړې برسیره، د واګنر ډله په لیبیا، سوریې، مرکزي افریقا‌ او مالي هېوادونو کې په جګړو کې برخه اخیسته ده.‌

یاده دې وي چې واګنر ډله د تیر دوبي راهیسې د باخموت ښار کې د اوکراین ترټولو زیاته خونړۍ جګړه رهبري کوي او ددغه اجیرې ډلې مشر یوګني پریګوژین د لسګونه زره کسانو په ګمارلو سره،‌ د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړې کې مهم رول لوبولی دی.

ددغه خبر په جوړولو کې د فرانسپرس خبري آژانس له رپوټ څخه کار اخیستل شوې دی.

XS
SM
MD
LG