د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او امریکا: اذربایجان او ارمنستان دې جګړه بنده کړي


روسیې او امریکا له اذربایجان او ارمنستان وغوښتل چې ژر تر ژره له جګړې لاس واخلي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو وزیر مایک، پمپیو، نن د سپتمبر په ۲۹ (تلې ۸) وویل چې دواړه هیوادونه باید د نګورني قره باغ په سیمه کې تاوتریخوالی بند کړي او ژر تر ژره د منسک د ډلې له لارې سره مذاکره وکړي.

د امریکا متحده ایالات، جرمني، ایټالیا، فنلند، سویډن، بلاروس، ترکیه، آذربایجان او ارمنستان د منسک د ډلې غړي دي.

دا پداسې حال کې دي چې فرانسې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

د اذربایجان څخه د ترکیې ملاتړ

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، ویلي دي چې پدې جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کوي.

هغه ارمنستان "د سیمې سولې ته ستر ګواښ" وګاڼّ او له نړۍ څخه یې وغوښتل چې د "اشغال او ظلم" په وړاندې د اذربایجان د مبارزې ملاتړ وکړي.

روسیې د ترکیې د جمهور رئیس د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دغو هیوادونو ته د پوځي ملاتړ د برابرولو تبصرې د جګړې د زور اخیستلو سبب کیږي.

د کرملن ویاند دیمتري پسکوف، وویل چې مسکو په ترکیه، ارمنستان او اذربایجان کې له مقاماتو سره په دوامداره توګه په تماس کې ده او د جګړې د بندیدل غواړي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورني قره باغ کې د روانې اونۍ نښتو کې په لسګونو تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

اذربایجاني او ارمني پوځیان چې د ۱۹۹۰ لسزې او د پخواني شضوروي اتحاد د ړنګیدو وروسته دښمنیو او جګړو سابقه لري، د تیرې یکشنبې په ورځ سره په جګړه کې ښکیل شول.

ارمني جلا غوښتونکو د نګورني قره باغ سیمه د ۱۹۹۰ لسیزې په خونړیو جګړو کې ونیوله چې په کې ۳۰ زره کسان ووژل شول.

ددغه سیمې اکثریت اوسیدونکي ارمنیان دي، خو دغه سیمه په بشپړه توګه دننه په اذربایجان کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG