د لاس رسي وړ اتصالات

د طالب او امریکايي استازو نهم پړاو خبرې اتمې ورځې ته غځیدلي


د امریکایي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرې اته ورځې وړاندې د قطر په پایتخت دوحه کې پیل شوي دي
د امریکایي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرې اته ورځې وړاندې د قطر په پایتخت دوحه کې پیل شوي دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې د امریکا او د طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو دنهم پړاو بحثونو په لړ کې ټاکل شوې، چې نن پنجشنبه ( سنبلې ۷ مه) بیا دواړه خواوې د سولې په هوکړه سره خبرې وکړي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د تیرې شپې په خبرو کې چې د پنجشنبې د سهار تر دوو نیمو بجو یې دوام درلود د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغنستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم برخه لرله.

سهیل شاهین ویلي د تیرې شپې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وايي، چې که څه هم دواړه خواوې په خبرو کې پرمختګ تائیدوي، خو تراوسه لا د سولې د هوکړې د اعلان لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

د رپوټونو له مخې د هوکړې د اعلان وړاندې به د افغنستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد کابل ته لاړشي او هلته به د هوکړې په جزئیاتو د افغان حکومت د مشرانو سره وغږیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ټاکل شوې په دوه درې ورځو کې به ښاغلی خلیلزاد کابل ته لاړ شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل، چې افغان حکومت به د سولې د مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنو له مخې وسله والو طالبانو سره د سولې په خبر و کې برخه واخلي.

ښاغلي صدیقي وویل " مونږ له یو ډیر قوي نظامي او سیاسي دریځ څخه خبرې کوو، د سیاسي او پوځي پلوه زمونږ دریځ ډیر غښتلی دی، قوي او سترې ادارې لرو او طالبان یوه ډله ده، هغوی باید زمونږ غوښتنې ومني، بنآ مونږ څنګه کولی شو د هغوی فرمایش منلی شو دا که هر ډول فرمایش اوسي".

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند وویل، چې طالبان د افغان حکومت له استازو سره د مخامخ خبرو پرته بله لار نلري.

خو طالبانو لا تراوسه د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG