هګسیت: امریکا او وینزویلا د پوځي اړیکو د بیا پیلیدو تړون لاسلیک کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت وینزویلا ته د سفر پرمهال د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ د پوځي اړیکو د بیا پیل په اړه د یوه تړون د لاسلیک کیدو خبر ورکړی دی.

هګسیت د چهار شنبې په ورځ (نومبر ۱۸) د جنوبي امریکا ددغه هیواد له موقتو مشرانو سره د لیدنې پرمهال وویل چې ددغه تړون له مخې به د روزنې څخه نیولې بیا د استخباراتي معلوماتو تر شریک کیدو پورې مسایل شامل وي.

د امریکا د جګړې وزیر وویل:"زه په ویاړ سره اعلان کوم چې متحده ایالتونو او وینزویلا یو تاریخي تړون لاسلیک کړی چې یوه نوې پوځي ملګرتیا بیا رامنځته کوي او امریکا ته به اجازه ورکړي چې د وینزویلا له حکومت او پوځ سره همکاري وکړي. په ګډه روزنه، په ګډه ملګرتیا، د استخباراتي معلوماتو شریکول او په ګډه د دفاعي تجهیزاتو او وړتیاوو زیاتوالی."

هګسیت وویل، د سږ کال په جنوري میاشت کې د امریکا د پوځ له خوا د نوموړي هیواد د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کیدو وروسته، یاد هیواد په سیمه کې د یوه ګواښ څخه د امنیتي شراکت په یوه ملګري بدل شوی دی.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر همدارنګه د هغه هیواد له سرپرستې ولسمشرې ډلسي رود ریګوز سره نږدې همکاري وستایله کوم چې په وینا یې چارواکو ته اجازه ورکوي څو وینزویلا د مخدره موادو او ترهګرۍ څخه پاک او د ثبات په طرف سوق کړي.

بلخوا د وینزویلا سرپرسې ولسمشرې له متحدو ایالتونو سره د نظامي شراکت د پیاوړې کیدو په مسله خوښي څرګنده کړېده.

بوګاتا ته د هګسیت سفر

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګست د وینزویلا له سفر وروسته، کولمبیا ولاړ. نوموړي دغه هیواد ته د سفر پرمهال وویل چې واشنګټن او بوګاتا به د مخدره موادو قاچاق وړونکي پیدا او له منځه یوسي.

هګسیت د کولمبیا د پوځ په ستایلو سره وویل" کله چې موږ د خپلو وړتیاوو، پلانونو، استخباراتو، ملګرتیا او همکارۍ په مرسته سره یو موټی شو، نو د هغو نشه يي توکو ترهګرو په وړاندې جګړه کې تر بل هر وخت ډېر اغېزمن یو."

د امریکا د جګړې وزیر همدارنګه کولمبیا ته د یوې مرسته شوي الوتکې د سپارلو په مراسمو کې هم ګډون وکړ.

​
XS
SM
MD
LG