د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اوکراین سره د درې میلیارد ډالرو تازه پوځي مرستې اعلان کړې


د امریکا ولسمشر
د امریکا ولسمشر

د امریکا ولمسشر جوبایډن د اوکراین د خلکو «د زړورتیا او ازادۍ ته فوق العاده ژمنه» وستایله او له دغه هېواد سره یې درې میلیارد ډالر نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

ښاغلي بایډن نن چهارشنبه اګست ۲۴ (سنبله۲) چې د اوکراین د استقلال ورځ ده، وویل چې دا ورځ« یوازې د تېر وخت نمانځل نه دي، بلکې په دې باندې تاکید دی چې اوکراین د یو ویاړلي مستقل ملت په توګه، چې ملي حاکمیت لري، پاتې دی او پاتې به وي».

ښاغلي بایډن وویل چې دا مرستې داسې تنظیم شوي دي چې په اوږد مهال کې له اوکراین سره په دفاعي برخه کې مرسته وکړي. ځینو امریکايي چارواکو ویلي دي چې د دغو مرستو ځینې برخې به په راتلونکي یو او دوو کلونو کې ونه لګول شي.

ښاغلي بایډن وویل چې په دغو مرستو کې دافع هوا، توپخانه يي سیستمونه او مهمات یې او د بې پیلوټه الوتکو سیستمونه شامل دي. له شاوخوا یو نیم کال راهېسې امریکا له اوکراین سره ۱۰.۶ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

ښاغلي بایډن وویل چې د اوکراین د استقلال جشن سږکال اوکراینیانو ته «خوږ او تریخ» دی، ځکه چې د هغه په خبره زرګونه اوکراینیان د روسیې په بریدونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.

هغه وویل چې «نن او هره ورځ موږ د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ یو چې د اوکراین خلکو ته ووایو چې هغه تیاره چې استبداد مخې ته وړي له هغې رڼا سره برابره نه ده چې په هر ځای کې د خپلواکو خلکو روح تازه کوي.»

د دغو مرستو تر اعلان لږ مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې اوکراینیان به «تر بري پورې د خپل برخلیک لپاره جنګېږي».

هغه زیاته کړه:«موږ به یوازې یو ځل خپل لاسونه پورته کوو- هغه هم کله چې خپله بریا ونمانځو.» هغه زیاته کړه: « موږ په خپلو خلکو او ځمکې معامله نکوو. زموږ لپاره له کوم امتیاز او مصالحې پرته اوکراین یو اوکراین دی. ټول ۲۵ زونونه».

XS
SM
MD
LG