د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د خپل برخلیک لپاره تر پای پورې جنګېږو


د اوکراین ولسمشر زیلیسنکي
د اوکراین ولسمشر زیلیسنکي

په داسې حال کې چې نن چهارشنبه اګست ۲۴ (سنبله۲) اوکراین د خپل استقلال ورځ نمانځي، ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې اوکراینیان د خپل «برخلیک لپاره جنګېږي».

ښاغلي زیلینسکي د کیف د استقلال په څلورلارې کې په یو ویدويي پیغام کې وویل چې اوکراین به «تر پای پورې» جنګېږي او اوس بریا غواړي.

هغه زیاته کړه:«موږ به یوازې یو ځل خپل لاسونه پورته کوو- هغه هم کله چې خپله بریا ونمانځو.» هغه زیاته کړه: « موږ په خپلو خلکو او ځمکې معامله نکوو. زموږ لپاره له کوم امتیاز او مصالحې پرته اوکراین یو اوکراین دی. ټول ۲۵ زونونه».

هغه وویل چې اوکراین به د دونباس او کریمه سیمې بېرته ترلاسه کوي. روسیې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او ځواکونه يې د مرکز کيف په لوري مقاومت سره له مخامخ کېدو وروسته اوس ټول پام د دونباس سیمې ته اړولی دی.

په دونباس کې د روسیې له ملاتړ څخه برخمن بیلتون غوښتونکي له ۲۰۱۴ راپدیخوا د اوکراین له پوځ سره جنګېږي. په همدغه کال کې روسیې کریمیه هم له خپلې خاورې سره یو ځای کړه چې نړۍ یې په رسمیت نه پېژني.

ښاغلي زیلینسکي وویل که «تاسو نغواړئ چې سرتېري مو ووژل شي، بس زموږ سیمې پرېږدئ. تاسو نغواړئ چې میندې مو وژاړي، زموږ سیمې پرېږدئ. دا زموږ ساده او ښکاره شرایط دي.»

په کیف کې په عام محضر کې د استقلال جشن نمانځل بند دي ځکه چې د اوکراین او امریکا چارواکو خبرداری ورکړی و چې روسیه د اوکراین په دولتي تاسیساتو او ولسي جوړښتونو باندې د بریدونو هڅو ته زور ورکړی دی.

پوځي مرستې

په همدې حال کې ټاکل شوې چې امریکا نن چهارشنبه له اوکراین سره درې میلیارد ډالر نورې پوځي مرستې هم اعلان کړي چې په راروانو کلونو کې د اوکراین پوځ تجهیز او وروزل شي.

چارواکي وايي دا پېسې به د بې پیلوټه الوتکو، وسلو او نورو هغو وسائیلو باندې هم لګول کېږي چې ممکن د جګړې په میدان کې د راتلونکو یو یا دوه کلونو پورې ترېنه کار وانخیستل شي.

په دې سربېره، د امریکا متحدو ایالتونو په تېر څه باندې یو نیم کال کې له اوکراین سره د ۱۰.۶ میلیارد ډالرو پوځي مرسته کړې ده. ناروې هم اعلان کړی دی چې له بریتانیا سره به په ګډه له اوکراین سره د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو مرسته کوي چې اهداف او موقعیتونه په نښه او پیدا کړي.

امریکا او لویدیځ په اوکراین د روسیې یرغل غندلی دی او له کیف سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي چې د مسکو په ضد روانه جګړه وګټي.

اخوا د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د چهارشنبې په ورځ په خپلې یوې عمومي غونډې کې د اوکراین خلکو ته د دوعا غوښتنه وکړه او وویل چې شپږ میاشتې کېږي اوکراینیان له ویرې، ترهې او جګړې څخه کړېږي.

د دغه راپور ځينې معلومات د فرانسې خبري اژانس او اسوشیتډپرس څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG