په متحده ایالاتو کې چارواکو دوشنبه ډسمبر ۱۶ ( لیندۍ ۲۶) دوه ایراني سړي د صادراتو بندیزونو څخه د سرغړاونو په تور نیولي چې د چارواکو په وینا د هغه برید سره اړیکې لري چې په اردن کې په امریکایي ځواکونو د روان کال په پیل کې شوی و.
په نیول شویو کسانو چې یو یې ایرانی او بل یې د متحده ایالاتو تابعیت لري، دا تور دی چې ایران ته د لار موندنې ټکنالوژۍ د صادرولو دسیسه کې یې لاس درلود چې په هغو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو کې ترې کار اخیستل شوی و چې په اردن کې د امریکایي ځواکونو په اډې باندې برید کې کارول شوې وې.
د متحده ایالاتو دفاع وزارت ویلي و پدې برید کې چې د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې د سوریې پولې سره نږدې د امریکایي ځواکونو په اډې شوی و، لږ تر لږه درې امریکایي سرتیري پکې وژل شوي و او څه د پاسه ۴۰ نور ټپي شوي و.
د ماساچوسیټس ایالت لپاره د متحده ایالاتو څارنوال جاشوا لیوي ویلي چې بهر ته د امریکایي ټکنالوژۍ د خطر نتیجه مو تقریباً ۱۱ میاشتې وړاندې ولیدلې. د دې امریکایي چارواکي اشاره هماغه برید ته و چې په اردن کې په امریکاي ځواکونو شوی وی.
د دې برید څخه وروسته امریکایي ځواکونو په سوریې او عراق کې د هغو ملیشو مرکزونه وویشتل چې ایران یې تر شا ولاړ دی.
د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي اجنټانو محمد عابدین نجف آبادي په ایټالیا کې وروسته تر هغه ونیوه چې هغه د ادعا له مخې په امریکا کې د لار موندنې پرمختللې ټکنالوژۍ د ایران لپاره پیرلې وه او د صادراتو د قوانینو څخه یې ځان بچ کړی و.
امریکایي چارواکي پدې کار کوی چې دا تورن شخص له ایټالیا څخه متحده ایالاتو ته ولیږدوي او محکمې ته به وړاندې شي.
بل تورن، مهدي صادقي چې د امریکا تابعیت لري خو په خټه ایرانی دی د یو امریکایي شرکت لپاره کار کوي چې د دقیقې لار موندنې وسایل جوړوي. په صادقي شک دی چې د نجف آبادي سره یې دسیسه جوړه کړې وه چې په سویټزرلینډ کې د تیلو یوې کمپنۍ په نامه دا مواد چې په صادراتو یې بندیز دی، واخلي او بیا یې ایران ته ولیږدوي.
امریکایي چارواکو هغه د مساچوسیټس په ایالت کې نیولی.
فورم \ دبحث خونه