د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین نه غواړې چې په شمالي کوریا بندیزونه ولگوي


امریکا وایي چې په شمالي کوریا د بندیزونو لگولو لپاره به په چین فشار زیات کړي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نکي هیلي د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا نه غواړې چې په بله جگړه کې ښکیله شي خو دیته ژمنه ده چې نړۍ به د شمالي کوریا د اتومې خطر نه خوندي کوي.

هیلې زیاته کړه " دا خبره چې شمالې کوریا یو خطرناک بالیستک توغندې ازمویلی دی، نه یواځی زمونږ لپاره بلکه د ټولې نړۍ لپاره د خطرې خبره ده. او مونږ به خامخا د دغې خطر مخه نیسو."

اغلې هیلې چې د سي بي ایس د ټیلویژن سره یې په مرکې کې دغه خبرې کولی، وویل "مونږ به د دی خلاف سخت گامونه پورته کوو، نه یواځې د شمالي کوریا په ضد بلکه د هغو ټولو هیوداونو په ضد چې د شمالي کوریا سره مالې مرستې کوي او د ملگرو ملتونو د اصولو نه سرغړونه کوي. مونږ به د چین په خلاف سخت اقدامات وکړو، ځکه چې شمالي کوریا نوي فیصده تجارت د چین سره کوي."

هیلي وویل چې دا منې چې چین کوښښ کوې چې په دی لړ کې ورسره مرسته وکړې خو هغې وویل چې چین ته پکار ده چې په شمالي کوریا لا نور بندیزونه ولگوي.

چین د شمالي کوریا د تر ټولو لوی متحد هیواد دی. چین د نورو هیوادونو ترڅنگ د شمالي کوریا د اتومي ازموینو په خلاف غږ پورته کړیدی او وایي چې شمالي کوریا د ملگرو ملتونو د قوانینو نه سرغړونه کوي خو په شمالي کوریا یې د بندیزونو په هکله لا څه نه دي ویلي.

شمالي کوریا داسې یو توغندی ازمویلی دی چې وایي دغه د امریکا د الاسکا ایالت په نښه کولی شي. شمالي کوریا وایي چې دغه توغندی اتومې کوپړۍ انتقالولی شي

XS
SM
MD
LG