د لاس رسي وړ اتصالات

ډراګون نړیوال فضایي مرکز ته ورسید


سپیس اکس
سپیس اکس

ډراګون یا هغه کپسول چې د امریکا د ناسا ادارې دوه فضانوردان، ډګ هرلي او باب بنکن، په کې سپاره وو د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د واشنګټن ډي سي په وخت تر غرمې مخکې ۱۱:۱۶ نړیوال فضایي مرکز ته ورسید.

دا د شنبې په ورځ مۍ ۳۰ له غرمې وروسته په ۳:۲۲ د فالکون۹ راکټ په وسیله چې (سپیس اکس) فضایي شرکت جوړ کړی د امریکا فلوریدا ایالت د کینډې د فضایي مرکز څخه د ځمکې مدار ته واستول شو.

هرلي او بنکن لومړني فضانوردان شول چې د یو خصوصي شرکت د فضایي توغندي په وسیله نړیوال فضایي مرکز ته سفر کوي او په تاریخ کې یې نوم ولیکل شو. دوی تر ۱۹ ساعته سفر وروسته فضايي مرکرز ته ورسېدل.

د ډراګون فضایي بیړۍ او د فالکون۹ راکټ د سپیس اکس په خصوصي شرکت کې جوړ شوي چې له یوې لسیزې وروسته د امریکا له خاورې څخه یې نړیوال فضایي مرکز ته فضانوردان انتقال کول.

ډراګون نړیوال فضایي مرکز ته ورسید
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

نړیوال فضایي مرکز ته د ډراګون فضایي کپسول یا بېړۍ په رسیدو سره ددغې وسیلې د سفر لومړۍ نیمایي برخه بشپړه شوه او په فضا کې د وخت په تیرولو او په بریالیتوب سره بیرته ځمکې ته په راستنیدو سره به دغه سفر بشپړ شي.

د ډراګون فضایي وسیلې هغه تښتې چې له لمر څخه انرژي اخلي،له څلورو میاشتو څخه زیات مقاومت نشي کولی، په همدې خاطر تمه نه کیږي چې دا دوه فضانوردان به له څلورو میاشتو څخه زیات په فضا کې پاته نشي.

فضا ته د ډراګون پرواز ددې سپوږمکۍ وروستۍ ازموینه ده، ځمکې له بېرته راتګ او پدې پرواز کې د ترلاسه شویو معلوماتو له ارزیابۍ وروسته به د سپیس اکس شرکت ته د ځمکې او فضایي مرکز ترمنځ د تګ راتګ جواز ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG