د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په کرکټ کې په لومړي ځل بنګله دېش ته ماتې ورکړه


متحدو ایالتونو، چې د را روان ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د سیالیو یو کوربه هېواد هم دی، د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۱ (جوزا لومړۍ) په یوې نړیوالې شل اوریزې لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د امریکا د هیوسټن په ښار کې وشوه او دا په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د امریکا دا ډول لومړی بری دی.

بنګله دېش متحدو ایالتونو ته په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه چې متحدو ایالتونو په شلم اورو کې پوره کړ.

د امریکا په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې ۳۴ منډې کوري انډرسن وکړې. دی د نیوزلنډ پخوانی لوبغاړی دی چې اوس د متحدو ایالتونو لپاره لوبېږي.

د لوبې غوره لوبغاړی د امریکا هرمیت سینګ شو چې په ۱۳ توپونو یې ۳۳ چټکې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بري ته ورسوله. د دغې لوبې معلومات د امریکا د کرکټ ادارې د ټولنیزو رسنیو په رسمي پاڼو کې هم خپرېدل.

دا د امریکا او بنګله دېش ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه. دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ده.

امریکا داسې مهال بنګله دېش ته ماتې ورکوي، چې ټاکل شوې د جون په لومړۍ نېټه په دغه هېواد کې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام سیالۍ پيل شي. لومړۍ لوبه به د متحدو ایالتونو او کاناډا ترمنځ وي. متحده ایالتونه او ویسټ انډیز د نړیوال جام ګډ کوربانه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG