د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د بغدا په زرغونې سیمې برید د ایران د ملاتړ نه برخمنو ملیشو کړی


په زرغونې سیمې کې اکثریت د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او نړیوالې ادارې پرتې دي.
په زرغونې سیمې کې اکثریت د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او نړیوالې ادارې پرتې دي.

امریکایي مقامات وایي د بغداد په زرغونې سیمې چې اکثریت د بهرنیو هیوادونو سفارتونه پکې پراته دي او ټینګ امنیتي تدابیر یې نیول کیږي، د یکشنبې د ورځې برید هغو ملیشو کړی چې ایران یې ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا برید په "ټینګه غندلی".

ښاغلي پمپیو په یوې اعلامیې کې ویلي: " مونږ د عراق د ولس نه غواړو چې د هیواد د خودمختارۍ د غښتلتیا لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ وکړي او هغوي سره حساب کتاب وکړي چې دا ناوړه بریدونه یې کړي او ډاډ ورکړی چې ایران پلوې ملیشې د دولتي کنټرول لاندې وي. "

د عراق پوځ ویلي چې په زرغونې سیمې ۸ توغندي لګیدلي او یو عراقی عسکر پکې ټپي شوی. په برید کې ګڼ شمیر ودانۍ او موټر ویجاړ شویدي.

خو په بغداد کې د امریکا سفارت ویلي چې د هغوي هیڅ کوم کارکوونکي ندی ژوبل شوی او یوازې د سفارت ودانۍ ته لږ زیان رسیدلی.

امریکا پلان لري چې په عراق کې د خپلو عسکر شمیر کم کړی او پخوا یې د څو بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی و که د عراق حکومت د هغو ملیشو د کنټرول لپاره چې ایران یې ملاتړ کوي، اقدام ونکړي، امریکا به په بغداد کې خپل سفارت وتړي.

بلخوا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان نن دوشنبه دسمبر ۲۱ خبرداری ورکړی که ایران د قدُس ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیمان د مړینې د لومړني تلین د لمانځلو په مناسبت کوم برید وکړی، امریکا په سیمه کې د خپل ځان، ملګرو او همکارانو دفاع کولو ته چمتو ده.

XS
SM
MD
LG