د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په واشنګټن کې د خپل " سولې بورډ" سازمان د افتتاحیه غونډې لپاره د لوړپوړو نړیوالو چارواکو کوربه توب کوي.
ډونالډ ټرمپ د سولې بورډ تېره میاشت د دې لپاره تاسیس کړ چې په جګړه ځپلې غزې کې سوله ټینګه کړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نورو شخړو د حل لپاره کار وکړي.
دا غونډه نن (د فبرورۍ ۱۹) د ټرمپ د سولې په انستیتوټ کې کیږي او د سپینې ماڼۍ لخوا په یو خپور شوي لیست کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د ۴۷ هیوادونو او اروپايي ټولنې استازي ګډون لري.
په ګډون کوونکو هیوادونو کې د سولې بورډ د ۲۷ بنسټ ایښودونکو غړو له ډلې څخه ۲۶ غړي ګډون لري او همدارنګه د ۲۰ نورو هیوادونو او اروپايي ټولنې استازي د څارونکو په توګه ګډون کړی.
یو لوړپوړي امریکايي چارواکي چې د چهارشنبې په ورځ یې خبریالانو ته د سولې بورډ د غونډې په اړه معلومات ورکول، وویل چې دا به په غزې کې غیرپوځي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو، د غزې د ادارې لپاره د فلسطینیانو په مشرۍ د نوي جوړې شوې ملي کمیټې د کار او د غزې لپاره د ثبات ټینګولو د یوې نړیوال ځواک د جوړولو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.
ټرمپ د جنورۍ په ۲۲ نېټه د سویس په داووس ښار کې د سولې بورډ د خپل هغه پلان د یوې برخې په توګه تاسیس کړ چې تېر سپټمبر یې د غزې سولې لپاره وړاندیز کړی و.
دا فلسطینۍ سیمه د دوه کلنې جګړې څخه راوتلې؛ هغه جګړه چې په ۲۰۲۳ کال کې پر اسرائیل باندې د حماس ترهګرې ډلې د یرغل له امله پیل شوی وه. د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب رامنځته شوي اوربند تېر اکتوبر کې دا جګړه ودروله، او حماس یې کمزوری کړ.
د امریکایي چارواکي په وینا، د پنجشنبې په غونډه کې به د متحدو ایالتونو له لوري، ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دې هېواد د د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ځانګړی استازی، ستیف ویتکاف، د ولسمشر غیررسمي سلاکار، جرېډ کوشنر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی، مایکل والتز، خبرې وکړي.
د دې چارواکي په خبره، په نورو ویناوالو کې د بلغاریا ډپلوماټ، نېکولای ملډېنوف، او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر، ټوني بلیئر، شامل دي. نېکولای ملډېنوف د غزې لپاره د دې بورډ لوړپوړی استازی دی، او ټوني بلیئر هم د سولې پورډ د لوړپوړي اجرایوي ډلې غړی دی.
ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د یو پيغام په خپرولو سره وویل چې د بورډ په افتتاحیه غونډه کې به غړي هیوادونه ژمنه وکړي چې د نړیوال ثبات ځواک او د غزې د امنیت او د سولې ساتنې په موخه د فلسطیني پولیسو د روزنې لپاره به په زرګونه سرتېري ورکړي.
ولسمشر دا هم ولیکل: "ډېره مهمه دا ده چې حماس باید په بشپړه توګه او سمدستي د بې وسلې کېدو ژمنه مراعات کړي."
د حماس ډلې مشرانو په وروستیو میاشتو کې په مکرر ډول بې وسلې کېدل رد کړي دي. ولسمشر ټرمپ او اسرائیل خبرداری ورکړی چې که حماس په خپله خوښه ځان بې وسلې نکړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.
هغه امریکايي چارواکي چې خبریالانو ته یې د غونډې په اړه معلومات ورکړل، وویل چې د ټرمپ حکومت د بې وسلې کولو د ننګونو په اړه "په هیڅ ډول وهم کې نه دی". دې چارواکي دا هم وویل چې متحده ایالتونه د هغو راپورونو له امله "هڅول شوي" چې د حماس سره د منځګړي عربو او د منځني ختیځ هیوادونو له خوا واشنګټن ته ورکړل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه