د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر برما باندي نور بندیزونه هم لیري کوي


د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وايي چې واشنګټن به پر برما باندي د وارداتو د بندیزونو د لیري کولو لپاره اقدام وکړي. امریکا دغه اعلان د برما د پوځ په ملاتړ د حکومت د دوامدارو اصلاحاتو په ځواب کې کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلېۍ د آشیې د غونډو په لړ کې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هلیري کلینټن د برما ولسمشر تاین شاین ته وویل چې امریکا به پر برمايي اجناسو باندي بندیزونه لیري کړي.


دغه اقدام چې د امریکا د کانګرس په مرسته به ترسره شي، پر برما باندي به د سوداګرۍ په برخه کې وروستی غټ بندیز وي چې لیري کېږی.برما د لسیزو سیاسي او اقتصادي انزوا نه د راوتلو په حال کې ده.

ولسمشر تاین شاین چې تیرکال قدرت ته د رسیدو سره سم یې په یو لړ اصلاحاتو لاس پوري کړی دی د میرمن کلنیټن سره یې د لیدو کاتو وروسته اعلان کړه چې د برما خلګ د امریکا د وروستیو اقدماتو نه ډیر خوشاله دي.
XS
SM
MD
LG