د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن د شمالي کوریا د جاسوسي سپوږمکۍ د استولو هڅه غندلې او د امنیت شورا غونډه یې غوښتې


د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه کړې ده چې د شمالي کوریا له لوري فضا ته د جاسوسي سپوږمکۍ د استولو د ناکامې هڅې په اړه بحث وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت ویاند نیت ایوانس د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا ۱۱) وویل چې واشنګټن په دې اړه ازاد بحث غواړي، په دې مانا چې دا بحث به په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د ملګرو ملتونو یو بل دپلومات وویل چې امریکا، البانیا، اکوادور، فرانسې، جاپان، مالتا او بریتانیا په دې اړه د بحث غوښتنه کړې ده.

شمالي کوریا تېره ورځ وویل چې هڅه یې وکړه فضا ته یوه جاسوسي سپوږمکۍ واستوي، خو دا هڅه یې ناکامه شوه.

واشنګټن د شمالي کوریا دا هڅه غندلې او ویلي دي چې په دې کې د بالستیک میزایلو له تکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی، چې د امنیت شورا د پرېکړو خلاف او د سیمې د بې ثباتۍ خطر یې رامنځ ته کړی دی.

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ له دغې ناکامې هڅې وروسته وویل چې هېواد یې هڅه کوي ژر د ځمکې په مدار کې پوځي جاسوسي سپوږمکۍ ځای په ځای کړي. هغې ژمنه کړې ده چې شمالي کوریا به د پوځي جاسوسۍ وړتیاوې زیاتې کړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استین په توکیو کې په دې اړه وویل: «د شمالي کوریا خطرناک او بې ثباته کوونکي اتومي پروګرامونه دسیمې سوله او ثبات ګواښي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش وویل چې د شمالي کوریا له لوري د بالستیک میزایلو د تکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو هر ډول هڅه د دغه سازمان د پرېکړو خلاف ده.

XS
SM
MD
LG