د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جنوبي کوریا ستر پوځي تمرینونه د پیونګ یانګ پر وړاندې نمایش دی


د امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا په وروستیو کې ګډ پو ځي تمرینونه پیل کړي، چې ټاکل شوې درې اونۍ به دوام وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا دا تمرینونه د شمالي کوریا پر وړاندې د پوځي قدرت د ښودلو یوه برخه ده.

دا پوځي تمرینونه په داسې حال کې پیل شوي، چې شمالي کوریا هم د خپلو توغندیو د ازمایلو هڅې زیاتې کړي دي. د امریکا د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا دا ګډ پوځي تمرینونه ددغو هیوادونو تر ټولو ستر تمرینونه دي، چې تراوسه امریکا او جنوبي کوریا په ګډه ترسره کړي دي.

د جنوبي کوریا پوځ دا تمرینونه:" د نابودۍ تمرینونه" یادکړي او سلګونو کورنیو او بهرنیو رسنیو ته یې ددغو تمرینونو د خبري پوښښ لپاره بلنه ورکړې ده.

ددې دمخه دغسې پوځي تمرینونه د خلکو له نظر پټ ساتل کیدل. خو دا ځل په سلګونو ملکي وګړي ددغو تمرینونو د کتلو لپاره بلل شوي دي. د یونسي پوهنتون یو استاد بانګ یانګ شیک وايي، چې ددې کار هدف جنوبي کوریا خلکو ته ډاډ ورکول دي.

شیک وویل :"د دغې پوځي نندارې څخه د لیدنې لپاره خلکو ته د بلنې هدف دا دی، چې د جنوبي کوریا اوسیدونکو ته، چې په تیرو پنځو کلنو کې یې دغسې ګډ تمرینونه نه دي لیدلي دا تمرینونه د ډاډ وړ سند په توګه وښودل شي."

د ۲۰۱۸ کال د سولې د خبرو پرمهال دا ډول تمرینونه کم شوي و. خو کله، چې خبرې بې پایلې پای ته ورسیدلې شمالي کوریا په بې ساري ډول د توغندیو ازمایښت پیل کړ. بانګ یانګ شیک وايي، چې په واشنګټن او سیول کې نوو مشرانو فعلا د یو قوي دریځ د څرګندولو پریکړه کړې ده.

ښاغلي شیک وویل: "د تیرو پنځو کلنو د ناهیلې کوونکو پایلو پر اساس جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالات دې پایلې ته رسیدلي، چې یوازې د زور ښودل ددې سبب کیدای شي، چې شمالي کوریا بیا فکر کولو ته اړ باسي".

خو دغه اقدام هم شمالي کوریا د ښو وسلو د جوړولو او ګواښونو له ورکولو څخه نه ده منع کړې.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، په دې وروستیو کې ویلي، چې فضا ته به د جاسوسۍ لپاره یوه سپوږمکۍ واستوي اوهم ممکن د اتومي وسلو یو ازمایښت ترسره کړي.

په ورته وخت کې جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي، چې خپلو ګډو تمرینونو ته به دوام ورکړي؛ دا اقدامات به ددې سبب شي، چې د کوریا ټاپو په نږدې راتلوونکي کې ثبات او ارامتیا ونلري.

XS
SM
MD
LG