د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا او امریکا د غیر قانوني پنا غوښتونکو د بیرته ګرځولو پر سر موافقه وکړه


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو جمعه مارچ ۲۴ (کب۴) د کډوالۍ یوه موافقه اعلان کړله چې له مخې به یې د هغو پناه غوښتونکو مخه ونیول شي چې په غیر قانوني توګه د کاناډا – امریکا د سرحدونو څخه تیریږي.

جمهور رئیس بایډن د موافقې څخه وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه هیوادونه د کډوالۍ د داسې کچې سره مخ دي چې په تاریخ کې ساری نلري.

د موافقې له مخې دواړه هیوادونه کولی شي هغه پناه غوښتونکي بیرته وشړي چې په غیر رسمي لارو د کاناډا څخه امریکا او یا د امریکا څخه کاناډا ته اوړي.

د موافقې هدف د کاناډا سره د هغو پناه غوښتونکو په مخنیوي کې مرسته کول دي چې لومړی امریکا او یا بل هیواد ته تللي وي او بیا کاناډا ته د پنا اخیستو لپاره د غیر رسمي لارو څخه داخلیږي.

تر دې وړاندې چې د متحده ایالاتو او کاناډا تر منځ کومه موافقه شوې وه، د دواړو هیوادونو چارواکو یوازې هغه پناه غوښتونکي بیرته شړل چې د رسمي سرحدونو د لارې اوښتل خو په غیر رسمي سرحدونو په راغلیو پناه غوښتونکو نه تطبیق کیده.

دغه موافقه چې "دریم خوندي هیواد موافقه" نومیږي کاناډا پکې ټینګار کاوه چې د رسمي سرحدونو تر څنګ دې د غیر رسمي تګ راتګ لارې هم پکې ګډې شي.

په ۲۰۲۲ کال کې د متحده ایالاتو څخه کاناډا ته نږدې ۴۰ زره پناه غوښتونکي اوښتي. د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا چې کاناډا د امریکا څخه د راغلیو پناه غوښتونکو په هکله د معلوماتو راټولول پیل کړي، په دومره ډیر شمیر پنا غوښتونکي دې هیواد ته نه و راغلي.

د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو په حکومت فشار ډیر شوی چې د دې پناه غوښتونکو مخه دې ونیسي چې ډیری یې د Roxham Road له لارې د امریکا د نیویارک ایالت څخه د کاناډا د کیوبیک ښار ته د خام سړک له لارې داخلیږي.

ښاغلي ټروډو وویل چې دا موافقه به سر د شنبې مارچ ۲۵ څخه عملي شي او په سمدستي توګه د عملي کیدو هدف یې دا دی چې د هغو پناه غوښتونکو مخه ونیول شي چې د موافقې د اعلان څخه وروسته ښایي کوښښ وکړي چې د سرحدونو څخه تیر شي.

په موافقې کې کاناډا همدارنګه منلې چې د لاتینې امریکا څخه ۱۵ زرو کډوالو ته به د ورتګ اجازه ورکړي تر څو د متحده ایالاتو-مکسیکو تر منځ په ګډې پولې کې په امریکا د کډوالو له کبله پیدا شوی فشار کم شي.

XS
SM
MD
LG