د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ نړۍ ته: د سوریې د الهول کمپ څخه خپل وګړي بیرته در وبولئ


د الهول په کمپ کې د لسو زرو په شاوخوا کې د بهرنیو هیوادونو میرمنې او ماشومان پراته دي.
د الهول په کمپ کې د لسو زرو په شاوخوا کې د بهرنیو هیوادونو میرمنې او ماشومان پراته دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر دوشنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) د نړۍ په هیوادونو غږ کړی چې په سوریه کې د کډوالو د یو کمپ څخه چې د جهادي ډلو میرمنې او ماشومان پکې ژوند کوي، خپل اتباع بیرته ور وغواړي.

جنرال مایکل کوریلا د اردن په پایتخت عمان کې خبریالانو ته وویل "ټول هیوادونه چې هلته یې اتباع دي هڅوم چې د کمپ اوسیدونکي بیرته ستانه، مدغم او بیرته پخپل حال کړي".

د دې امریکایي جنرال څخه وړاندې د سوریې کردي ځواکونو هم چې د دې کمپ مسؤلیت په غاړه لري، د نړۍ څخه غوښتي و چې خپل اتباع دې ور وغواړي.

ملګرو ملتونو هم دیته ورته غوښتنې کړي خو تر اوسه دا غږونه ندي اوریدل شوي ځکه دا هیوادونه ویره لري چې د دې کسانو ستنیدل ښایي امنیتي خطرات پیښ کړي او دننه په هیوادونو کې ستونزې پیدا کړي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د عراق او سوریې ګڼ شمیر سیمې په لاس کې وې، د ټولې نړۍ څخه یې بهرني جنګیالي استخدام کول چې د هغوي لپاره جګړې او نور کارونه وکړي.

په دوي کې ګڼ شمیر نجونې هم وې چې سوریې اوعراق ته د اروپایي هیوادونو څخه تللې وې او بیا یې همالته ودونه وکړل.

د سوریې په شمال کې د الهول په کمپ کې شاوخوا ۵۶ زره کسان پراته دي چې ډیری یې عراقیان او سوریایان دي خو د لسو زرو په شاوخوا کې داسې بهرنۍ میرمنې او ماشومان هم پکې شته چې پلرونه یا میړونه یې د داعش پخواني وسله وال و.
ډیری دا کسان وروسته تر هغه دې کمپ ته یوړل شول چې داعش په ۲۰۱۹ کال کې مات شو او "خلافت" یې له منځه ولاړ.

پدې کمپ کې بهرنیان د نورو څخه لیرې په یو خوندي ځای کې ساتل کیږي ځکه چې لا هم د هغوي ماشومان افراطي نظر لري چې د کمپ کردي ساتونکو او نورو اوسیدونکو ته وخت ناوخته ستونزې پیدا کوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر وایي پدې کمپ کې ۵۰ په سلو کې داسې خلک شته چې لا هم د داعش په "وحشي" مفکورې عقیده لري خو ۵۰ په سلو کې یې بیا پدې خاطر پدې کمپ کې دیره دي چې د تګ لپاره بل ځای نلري.

کردي چارواکو د جولای په میاشت کې ۱۴۶ میرمنې او ماشومان چې د داعش د وسله والو پورې تړلي و، تاجکستان ته وسپارل او د پخواني شوروي اتحاد لومړنی غړی هیواد و چې دا کار یې وکړ.
فرانسې هم د جولای په میاشت کې د دې کمپ څخه ۳۵ ماشومان او ۱۶ میندې بیرته ور غوښتي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه یې ددې کمپ څخه ۱۶۱ ماشومان بیرته پاریس ته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG