د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنټکام) په ایران باندې د یو لړ تازه بریدونو پيل کیدو خبر ورکړی.
د سنټکام په اعلامیې کې چې کې چې د اکس په حساب کې خپره کړې راغلي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر امریکایي ځواکونو شنبه جولای ۱۸ د واشنګټن پر وخت تر غرمې وروسته په ۶ بجو د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې.
په اعلامیې کې راغلي چې دا بریدونه په اردن کې په امریکایي ځواکونو باندې د برید له کبله د ایران سپا پاسدران انقلاب قول اردو ځواکونو ته " په چټکه توګه سزا ورکولو" په خاطر کیږي.
اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې امریکایي ځواکونو غواړي د بریدونو په دوام سره د ایراني ځواکونو وړتیا کمزوري کولو جاري وساتي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو او ملکي بې ګناه عملې یې بریدونه وکړي.
د شنبې د بریدونو څخه یوه ورځ وړاندې ایران په اردن کې په میشتو امریکایي ځواکونو برید وکړ چې د سنټکام پر وینا دوه امریکایي سرتیرې پکې وژل شویدي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي دي دا ځواکونه ددې پيښې پرمهال له خپلو متحدینو سره د ایران د رژیم د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع په حال کې وو.
مرکزي قومندانۍ زیاته کړې چې د قربانیانو کورنیو ته د درناوي په خاطر د اوس لپاره د هغوی هویت نشي، څرګندولی.
د ایران د رژیم په بریدونو کې دغه امریکایي سرتیري په داسې حال کې مړه او ټپیان کیږي چې متحدو ایالتونو د تیرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د ایران د رژیم پر اهدافو خپلو هوایي بریدونو ته شدت ورکړی.
فورم \ دبحث خونه