د لاس رسي وړ اتصالات

سنټکام: د ایران بریدونو اردن کې دوه امریکایي سرتیري وژلي

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنټکام وایي چې د جمعې په ورځ (جولای ۱۷) پر اردن د ایران د رژیم د مزایلو او ډرونونو په بریدونو کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو بل لادرکه دی.

دغې قومندانۍ د شنبې په ورځ (جولای ۱۸) په خپله ایکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي دي چې څلور نور امریکایي پوځیان د اردن روغتونونو ته انتقال شول او تر درملنې وروسته بیرته رخصت شول.

د سنټکام په اعلامیه کې راغلي چې یو شمیر نور پوځیان د سطحي ټپیونو له امله تر درمنلې وروسته بیرته خپلو کارونو ته ستانه شول.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي دي دا ځواکونه ددې پيښې پرمهال له خپلو متحدینو سره د ایران د رژیم د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع په حال کې وو.

مرکزي قومندانۍ زیاته کړې چې د قربانیانو کورنیو ته د درناوي په خاطر د اوس لپاره د هغوی هویت نشي، څرګندولی.

د ایران د رژیم په بریدونو کې دغه امریکایي سرتیري په داسې حال کې مړه او ټپیان کیږي چې متحدو ایالتونو د تیرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د ایران د رژیم پر اهدافو خپلو هوایي بریدونو ته شدت ورکړی.

د امریکا پوځ وروسته له هغه پر ایران بریدونه بیا پی کړل چې د ایران رژیم تیره اوونۍ د هرمز په تنګې کې پر یو شمیر تجارتي کښتیو بریدونه وکړل.

په وروستي مورد کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ جمعه په ورځ جولای ۱۷ د ایران پر ضد د نورو بریدونو خبر ورکړ.

امریکایي ځواکونو ویلي چې د بریدونو هدف د ایران د نظامي وړتیاوو کمزوري کیدو ته ادامه ورکول دي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو او د کښتیو په ملکي عملې بریدونه وکړي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیر مایک والي وایي چې د ایران سپاه پاسدران د هغه هیواد کابو پنځوس سلنه اقتصادي کنټرولوي.

نوموړي له سي بي اس نیوز سره په تازه خبرو کې ویلي دي چې سپاه پاسداران له فابریکو څخه نیولې تر وسلو او د بریښنا تر ډیرو تولیدي فابریکو پورې چې د هغه هیواد نظامي صنعتي بنیاد جوړوي، کنټرول لري.

والتز ویلي، دا ټول موجه نظامي اهداف دي ځکه اکثریت یې د دوه ګونو موخو لپاره کارول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG