د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په 'روسیې پورې اړوند څلور پوځیان' په جنګي جرمونو تورن کړل


د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي یرغل پر مهال یې څلور روسي پوځیان د یوه امریکايي تبعه پر ضد د جنګي جرمونو په تړاو تورن کړي دي.

ددغو څلورو روسي پوځیانو پر ضد په یو نهه مخیزه جرمي اتهامنامې (تورنلیک) کې د یو امریکايي تبعه سره د شکنجې، ناوړه انساني چلند او د جنګي جرمونو په ګډون د غیرقانوني چال چلند تورونه شامل دي.

د امریکا لوی څارنوال میرک ګارلنډ د چهارشنبې په ورځ، ډسمبر ۶‌ (لیندۍ ۱۵مه) په یوې بیانیې کې وویل: "د امریکا د عدلیې وزارت د نورې نړۍ په څېر پر اوکراین د روسیې د وحشیانه پوځي یرغل شاهد دی."

ګارلنډ وویل: "د همدې دلیل لپاره د امریکا د عدلیې وزارت د لومړي ځل لپاره د روسیې څلور پوځيان د متحده ایالاتو د جنګي جرمونو د قانون پر بنسټ د یوه امریکایي تبعه په وړاندې د ناوړه جرمونو د ترسره کولو له امله تورن کړل."

په یادې بیانیې کې د امریکايي تبعه نوم نه دی ښودل شوی، خو ویل شوي چې دغه څلور روسي پوځیان سورین سیرانویچ، دیمیتري بودنیک، والري او نازار نومیږي.

همدارنګه ویل کیږي چې روسیې پورې اړوند دغو څلورو پوځیانو له یاد امریکایي تبعه څخه نه یوازې پوښتنې ګرویږنې کړي، بلکې شکنجه او د وژلو ګواښ یې هم ورته کړی و. اتهامنامې کې ویل شوي چې دغو څلورو پوځیانو تر دې چې د دغه امریکايي وګړي لپاره د اعدام صحنه هم جوړه کړې وه.‌

د امریکا د ویرجینیا ایالت څارنوالې جیسیکا ابر، چې یاده اتهامنامه یې جوړه کړې، روسیې پورې اړوند دغه څلور واړه پوځیان د نړیوالو کنوانسیونونو څخه په سرغړونې تورن کړل.

هغې وویل: "له تورونو څخه معلومیږي چې دغو څلورو تورنو کسانو نه یوازې د جګړې پرمهال د ملکي وګړو د ساتنې په موخه د جینوا له کنوانسیون څخه جدي سرغړونه کړې، بلکې د متحده ایالاتو له قانون څخه یې هم سرغړونه کړې ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG