د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین پر سر د پوتین د نیولو حکم وکړ 


International Court Ukraine War Putin
International Court Ukraine War Putin

د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) اعلان وکړ چې د اوکرایني ماشومانو د "غیر قانوني ایستلو" په تور د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم کړی دی.

د هالنډ په هاګ کې میشت د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) وویل چې د ورته تورونو په تړاو یې د روسیې د جمهوري ریاست کمیشنرې ماریا لووا-بیلووا د نیولو امر هم صادر کړی دی.

روسیه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب نلري او دا څرګنده نده چې دغه محکمه به څنګه د خپلې پریکړې پلان پلی کړي.

دا پداسې حال کې دي چې روسیه پر خپلو ځواکونو باندې د جنګي جرمونو تورونه ردوي او کارپوهان وایي دا امکان نلري چې کوم تورن کس دې دوی ته وسپارل شي.

کرملین د جمعې په ورځ وویل چې د جرمونو نړیوالې محکمې پریکړه چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر یې صادر کړي په قانوني توګه "باطل" دی، ځکه چې مسکو دا محکمه په رسمیت نه پیژني.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: «روسیه، لکه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر، د دې محکمې واک نه پیژني او له همدې کبله له قانوني نظره، د دې محکمې پرېکړې باطلې دي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه اعلامیه کې وویل: "نن د نړیوالې جنایي محکمې له محاکمې دمخه دوهمې څانګې په اوکراین کې د وضعیت په برخه کې د دوو کسانو د نیولو امر صادر کړ: د ښاغلی ولادیمیر ولادیمیرویچ پوتین او میرمن ماریا الیکسيوینا لووا بیلوا".

پوتین "د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه د روسیې فدراسیون ته د وګړو (ماشومانو) د غیرقانوني لیږد مسول او په جنګي جرم تورن دی."

دې محکمې ویلي چې دغه جرمونه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴ نیټې وروسته تر سره شوي، کله چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ: "د باور لپاره داسې معقول دلیلونه شته چې ښاغلی پوتین د پورتنیو جرمونو په اړه شخصي جرمي مسؤلیت په غاړه لري."

داسې تورونه شته چې پوتین په مستقیم ډول ددې اعمالو په ترسره کولو او "پدې کې په پاته راتللو چې تر امر لاندې ملکي او نظامي ادارو باندې چې دغه جرمونه يې تر سره کړي سم کنټرول ندی درلودلی او یا یې د هغوی ماموریت ته اجازه ورکړې ده."

اعلامیه وایي د نیولو امرونه د قربانیانو او شاهدانو د ساتنې په خاطر پټ ساتل کیږي.

د جرمونو نړیواله محکمه د هغو جرمونو لپاره وروستي مکان دی چې هیوادونه نشي کولی د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې جرمونه محاکمه کړي.

د ICC څارنوال کریم خان په اوکراین کې د روسیې له برید څو ورځې وروسته د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه تحقیقات پیل کړل.

کریم خان د دې میاشتې په پیل کې اوکراین ته له سفر وروسته وویل چې د ماشومانو د تښتولو ادعاوې "زما د دفتر لخوا د لومړیتوب په توګه څیړل کیږي".

هغه د مارچ په اوومه په یوه بیان کې وویل، "له ماشومانو سره د جګړې د غنیمت په توګه چلند نشي کېدای."

کریم خان مخکې اوکراین د "جرم د صحنې" په توګه اعلان کړی و او د بوچا ښارګوټی یې هم لیدلی و؛ چیرې چې د فرانس پرس اژانس خبریالانو لږترلږه ۲۰ جسدونه په کوڅه کې پراته لیدلي وو.

نه روسیه او نه اوکراین د جرمونو د نړیوالې محکمې غړي دي، خو کیف د محکمې واک منلی او د ښاغلي خان له دفتر سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG