امریکايي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (حوت دویمه) د جاپان د یوې نړیوالې جنايي شبکې، یاکوزا، مشر د اتومي موادو د خرڅولو په یوې دسیسې کې تورن کړ.
چارواکي وايي دا مواد یې له میانمار څخه سرچېنه اخیستې او همدغه راز یې هڅه کوله چې د وسلو یوه غیر قانوني معامله تمویل کړي.
د نیویارک د منهاتن محکمې د اسنادو په اساس، د یاکوزا مشر تاکشي ابیساوا او د هغه همکار سومفوپ سینګاسیري د ۲۰۲۲ د اپریل په میاشت کې هم د وسلو او نشه يي توکو په قاچاقو تورن شوي وو او په توقیف کې وو.
د عدلي وزارت د ملي امنیت څانګې د څارنوالۍ مرستیال ماتیو اولسن وویل: «متهم له میانمار څخه د اتومي موادو او وژونکو مخدره توکو د خرڅولو او د یوې یاغي وسله والې ډلې په نمایندګۍ د پوځي وسایلو د اخیستلو په دسېسې کې تورن دی.»
نوموړي ویلي دي چې د دغو هلو ځلو د عواقبو تصور خطرناک دی او د عدلیې وزارت به «له هغو خلکو سره حساب وکړي چې دا مواد قاچاق کوي او د متحدو ایالتونو ملي امنیت او نړیوال ثبات تهدیدوي». د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې د وسلو په دغې معاملې کې له ځمکې څخه هوا ته توغول کېدونکي میزایل هم شامل وو.
څارنوالانو ویلي دي چې ابیساوا له میانمار څخه په یورانیمو مشتمل مواد او نشه يي مواد انتقال کړي دي. هغه په ۲۰۲۰ کې، یو استخباراتي افسر ته چې پټ یې کار کاوه، ویلي وو ډېره اندازه اتومي مواد لري او د خرڅولو هڅه یې کوي.
د تایلنډ مقاماتو د امریکايي پلټونکو سره چې مخفي ایجنټان هم ورسره وو، مرسته وکړه چې دوې زېړې پوډري مادې کشف کړې چې متهم کس هغه«زېړ کیک» باله. د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په لابراتوارونو کې له پلټنو وروسته معلومه شوه چې د اتومي موادو په بېلګو کې د پلټونیم ترکیب ته په کتو دا مواد په اتومي وسلو کې کارول کېدای شي.
په دغې دسیسې کې شامل د ابیساوا یو بل همکار ادعا کړې ده چې «څه باندې ۲۰۰۰ کیلوګرام توریم-۲۳۲ او د یو۳یو۸ ترکیب تر زر کیلو ګرامو زیات یورانیم» لرل.
نوموړي ویلي دي چې ابیساوا غوښتل دا مواد خرڅ کړي او په میانمار کې یوې ناقانونه وسله والې ډلې ته د وسلو اخیستل تمویل کړي.
د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس دغه کس له ځمکې څخه هوا ته د توغول کېدونکیو میزایلو د ترلاسه کولو د هڅې له کبله ممکن ۲۵ کاله او په نړیواله کچه د اتومي موادو د قاچاقو له کبله ۲۰ کاله بند له سزا سره مخامخ شي.
څارنوالان وايي ابیساوا د «یاکوزا جنايي» شبکې مشر دی چې په نړیواله کچه فعالیت کوي او د نشه يي توکو او وسلو قاچاق کوي.
فورم \ دبحث خونه