د لاس رسي وړ اتصالات

د تایوان په سر د امریکا او چین تازه ناندرۍ


د متحده ایالاتو د خبرداریو او اعتراضونو سره سره، چین د تایوان د هوایي دفاع سیمې ته د دوشنبې په ورځ اکټوبر څلورو جنګي جیټ او بم غورځونکي الوتکې استولي دي. تایوان چې ځان یو خپلواک هیواد بولي خو چین یې د ملکیت ادعا کوي د بیجنګ پدې کار یې اعتراض کړي.

په استول شویو الوتکو کې ۳۴ جي – ۱۶ جنګي جیټ الوتکې او ۱۲ بم غورځونکې الوتکې شاملې دي چې په اتومي بمونو سمبالې دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د چین څلور نورې جي -۱۶ جنګي جیټ الوتکې یې پخپلې هوایي فضا کې لیدلي دي. د تایوان تر څنګ متحده ایالاتو هم د چین دا کار په سختو ټکو غندلی.

د سپیني ماڼۍ ویاندې جن ساکي پدې هکله په خبري کنفرانس کې وویل: " مونږ د چین نه غواړو چې د تایوان په ضد دې خپل نظامي، دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه او زور ویل بند کړي. مونږ د تایوان د تړانګې په سولې او ثبات کې دایمي ګټې لرو."

میرمن ساکي په خبري کنفرانس کې همدارنګه وویل چې د تایوان سره د امریکا د متحده ایالاتو ژمنه د "کاڼي په شان ټینګه" ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې همدارنګه وویل چې متحده ایالاتو په خصوصي او عامه توګه خپلې اندیښنې څرګندې کړیدي. د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا جمهور رئیس بایډن د چین د جمهور رئیس سره خبرې کړې میرمن ساکي وویل، "جمهور رئیس بایډن تازه د خپل چینایي سیال سره ندی غږیدلی خو د واشنګټن جګپوړي چارواکي د بیجنګ سره په اړیکه کې دي."

میرمن ساکي دا ونه ویل چې د واشنګټن جګپوړو چارواکو د چین سره د تایوان په هکله خبرې کړي، خو کله چې د جون په میاشت کې متحده ایالاتو وویل چې تایوان ته د کرونا ضد واکسین ورکوي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو تایوان ته د امریکا له لوري د کروناویروس د دغو ۲.۵ میلیون دوزه واکسین په ډالۍ کولو سره د چین په داخلي چارو کې مداخله کړې ده.

خو د چین د اعتراضونو سره سره، امریکا د کروناویروس ضد د مودرنا شرکت ۲.۵ میلیون دوزه واکسین تایوان ته ورکړیدي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان، د دوشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "متحده ایالات هڅوو چې د واکسین له مرستۍ څخه د سیاسي غولونې او د چین په داخلي چارو کې د مداخلې لپاره ګټه وانخلي."

په همدې حال کې چین د تایوان په هکله د متحده ایالاتو څرګندونې "غیرې مسؤلانه" بللې. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هوا چیونی ینګ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، " تایوان د چین دی او متحده ایالات په هیڅ موقف کې ندی چې غیرې مسؤلانه څرګندونې وکړي.

متحده ایالات د تایوان سره قوي کلتوري، سوداګریزي او غیرې رسمي اړیکې پالي. امریکا همدارنګه تېرکال د تایوان سره ۵.۱ میلیارد ډالره نظامي مرستې هم وکړلې.

XS
SM
MD
LG