د لاس رسي وړ اتصالات

جي شل که د امریکا او چین تشریفاتي جنجال؟


جمهور رېیس اوباما د شنبې په ورځ د چین هنګژو هوايي ډګر ته ورسید.
جمهور رېیس اوباما د شنبې په ورځ د چین هنګژو هوايي ډګر ته ورسید.

د یکشنبې په ورځ په چین کې د نړۍ د شلو ځواکمن اقتصاد لرونکو هیوادونو د غوڼډې لمړۍ ورځ پای ته ورسیده، خو د جمهور رېیس بارک أوباما د رسیدو سره یو لړ اغتشاش او جنجالي بحثونو دوام پیدا کړ.

کله چې جمهور رېیس أوباما د شنبې په ورځ د چین هنګژو ښار ته ورسیدو نو د ایرفورس ون الوتکې نه کوزیدو لپاره يي په هوایي میدان کې د چين له لورې زینه نه وه ايښودل شوې، او نه هم هغه سور فرش و کوم چې د نورو هيوادونو د مشرانو لپاره هواريږي .

د چين او تللي پلاوي تر منځ اختلاف لاپسې هغه مهال زور واخست چې د سپینې ماڼۍ عکاسان په یو خاص ځای کې د جمهور رېیس عکسونو اخيستو ته پرينښودل شول او یو چینایي مقام پری چیغه وکړه. وروسته د سپینې ماڼۍ یو مقام هڅه وکړه چې په خپل سر د خپلو عکاس خبریالانو لپاره ځای تعین کړي،خو چینایي مقاماتو پری بیا نارې کړې چې « دا زمونږ هیواد دی او دا زموږ هوایي ډګر دی».

دا نو یوازی پیل و:

همدې چینایي مقام وروسته کوشش وکړچې د جمهور رېیس أوباما موټر ته د تلو په وخت کې د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس مخنوی هم وکړي، خو سمدستي د امریکا استخباراتي مامورینو مداخله وکړه.

ماښام ناوخته چې کله د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس د موافقې په اساس چین او متحده ایالاتو د ګډو مراسمو خبر ورکړ، او په دوه اړخیزه مختلفو مسایلو تر درې نیم ساعته پورې اوږدې خبرې وشوې، یوځل بیا پدې جنجال راپورته شو چې څومره خبریالان باید د شپې ناوخته د جمهور رېیس أوباما او جمهور رېیس شي جنګپنګ په لیدنه کې موجود اوسي .

چینایي مقامات په ډيره بیړه د امریکایي خبریالانو شمیر د شپږو نه دری او وروسته یو تن ته اجازه ورکړه او د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې ته يي وویل چې دا زموږ ترتیب شوی کار دی. لږ وروسته چینایي اړخ د سپینې ماڼۍ اړوند دوه امریکایي خبریالانو ته اجازه ورکړه.

کله چې د یکشنبې په ورځ د بریتاینې د صدراعظمې تریسا می سره په ګډ خبري کنفرانس کې څرګندشو، جمهور رېیس أوباما پ وویل چې مشخص څه ویل نلري خو معمولآ د چین او نورو هیوادونو ته په سفرونو کې د امنیتي او مطبوعاتي څانګو د ځای او فعالیت ساحو په اړه مسایل پورته کیږي.

ښاغلي أوباما وویل د ارزښتونو ته درناوې فرق لري .

د چین د بهرنیو چارو وزارت وروسته د مارننګ پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې دا د متحده ایالاتو خپله پریکړه وه چې د جمهور رېیس الوتکې ته خپله یوه وړه فولادي پوړۍ یا زینه ولري.

دغه مقام وایي چین سمه زینه ورته تیاره کړې وه خو امریکايي اړخ پدې رد کړه چې وایي موټروان په انګلیسي ژبه نه پوهیږي او دوئ نشي کولې چې د هغه سره امنیتي مسایل مطرح کړي.

تیره اونۍ چې کله د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چین ته سفر کولو نو ورسره هغو خبریالانو ته یي چین ویزې ورنکړې چې د جي شل غوڼډې د خبري پوښښ لپاره ورتلل.

دا خبریالان او د امریکا غږ د چینایي څانګې یو خبریال هم د جي شل غوڼډې لپاره تلل خو دګډون کارت ورته ورنکړل شو . د ګڼ شمیر نورو خبریالانو رسنیز درخواستونه رد شوي چې دغې غوڼډې ته ورتلل. چینایي مقامات تراوسه دا واضح نه کړه چې ولی يي دا خبریالان د ګډون نه منع او درخواستونه يي ورته رد کړي دي؟

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG