د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د لوړې سطحې مذاکرات وکړل


امریکا او چین د لوړې سطحې مذاکرات وکړل
امریکا او چین د لوړې سطحې مذاکرات وکړل

امریکا او چین وايي‌ په واشنګټڼ کې په لوړه سطحه د دوو ورځو خبرو د دواړو ملکونو تر منځ د پوهاوي او همکارئ له زیاتولو سره مرسته کړې ده‫.‬‌ په غونډه کې دواړه خواوې د هغو مسایلو په اړه هم و غږېدل چې دوی پرې د نظر اختلاف لري‫.‬

د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وايي، دواړه ملکونه اوس تر بل هر وخت زیاته همکاري لري او غواړي چې د خپلې ملګرتیا ټولې ژمنې عملي‌ کړي‫.‬

هیلري کلینټن، د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وايي ‫((په ډیرو مسایلو باندې په ګډه کار کوو زه ډیره راضي یم ځکه چې دوه کاله مخکې داسې نه وو))‬

لکه د چین اسعار او بشري حقوق‫ چې د دواړو ملکونو تر منځ پرې ‬له ډیره راهیسې ستونزه روانه ده‫.‬

هیلري کلینټن: ‫((‬که مسله موږ ته مهمه وي یا دوی ته‫.‬ د بشري حقوقو په ګډون پر ټولو مسایلو باندې دواړه خوو خپلې اندېښنې ښکاره کړې‫.))‬

له اتلانتیک مجلې سره په مرکه کې هیلري کلینټن وويل چې چین د هغه ډول ډیموکراتیکو بدلونونو د مخنیوي کوښښ‌ کوي چې په منځني ختیځ کې پیښ شول‫ دا وايي، دا کار د چین ناهیلي ښيي. کلینټن وویل چین د ډیموکراتیک بدلون مخنیوی نشي کولای خو تر خپلې وسې پورې به یې د مخنیوي کوښښ‌ وکړي. ‬

د واشنګټن په مذاکراتو کې پر تولیداتو او په دواړو ملکونو کې بازار ته په لاسرسي هم خبرې وشوې‫.‬ چینايي چارواکو وویل، امریکا ومنله چې چین ته به خپل د لوړو تولیداتو صادرات کموي او د چین خوا ژمنه وکړه چې خپل بازارونه به د امریکايي تولیداتو پر مخ پرانیزي‫.‬

دای بینګو، د چین د کابینې سلاکار: ‫((ما وویل چې ښه مذاکرات وو، خو دا پدې نه معنی چې موږ په ټولو مسایلو موافقه وکړه. خو بیا هم، له هر دور خبرو سره زموږ تر منځ پوهاوی او اعتماد زیات شو چې ورسره زموږ همکاري هم زیاتیږي))‬

د امریکا د خزانې وزیر ټیموتي ګایتنروايي په امریکا کې د چین پانګه اچونې ته ښه راغلاست وايي‫.‬

ټیموتي ګایتنر، د امریکا د خزانې وزیر: ‫((‬زه مطمئن یم چې په آینده څو کلونو کې به د چین پانګه اچونه ډیره زیاته شي‫.‬ ‌دا به هم د چین او هم د امریکا په ګټه وي‫))‬

په چین کې د مارکیټ په اړه په دغه ملک کې امریکايي‌ او نور بهرني شرکتونه اندیښنې لري‫.‬ چین ژمنه وکړه چې حکومت به مارکیټ په خپل قابو کې ساتل کموي‫.‬

ګایتنر: ((دا به هم د چین او هم د امریکا له پانګه اچونکو سره ورسته وکړي))‬

ټیموتي ګایتنر وايي دا د دواړو ملکونو د اقتصاد په ګټه دی.‬

XS
SM
MD
LG