د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له هند سره په ګډه بې پیلوټه الوتکې جوړوي


بې پیلوټه الوتکه
بې پیلوټه الوتکه

د هند پاسفیک د امنیتي‌ چارو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ایلي راتنر وايي چې متحده ایالتونه به د بې پیلوټه الوتکې د جوړولو او رغولو په برخه کې له هند سره ګډ کار وکړي.

واشنګټن د چین د نفوذ د مخنیوي په خاطر له نوي ډهلي سره نژدې روابط پالي.

ښاغلي‌ راتنر د خبریالانو او کارپوهانو یوې ډلې ته وویل چې هند غواړي خپلې وسلې، چې اکثریت یې روسۍ دي، متنوع کړې او همدغه راز خپل دفاعي صنعت هم پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ غواړو چې په دې دواړو برخو کې له هند سره همکاري وکړو. دا په عملي لحاظ په دې مانا دي چې موږ به د هند سره د ظرفیتونو د تولید او پراختیا په برخه کې، چې د هند د دفاع معاصر اهداف حمایه کوي، ګډ کار کوو.»

ښاغلي راتنر وویل چې هند به دا بې پیلوټه الوتکې جوړوي او «د جنوبي او جنوب ختیځې اسیا په ګډون به په سیمه کې یې [دا الوتکې] زموږ شریکانو ته په مناسبه بیه صادروي».

د امریکا د دفاع وزارت دغه مرستیال همدغه راز له الوتکو څخه د بې پیلوټه الوتکه د الوځولو او د بې پيلوټه الوتکو ضد دفاعي سیستمونو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چې پنټاګون په لنډ وخت او متوسط وخت کې «د پراخو ظرفیتونو په تولید» هم غور کوي، خو په دې اړه یې جزیات ورنکړل.

ښاغلي راتنر: «موږ په دې برخه کې مو د خپلو مهمو لومړیتوبونو په اړه د هند په حکومت کې په لوړه کچه له خپلو شریکانو سره ښه ملاقاتونه کړي او هیله لرو چې په دې برخه کې به هم ژر نور اعلانونه وکړو.»

ډېر کلونه د هند او متحدو ایالتونو اړیکې ښې نه وې، خو د صدراعظم نریندار مودي او مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په مهال د بلوسونکي چین په اړه د دواړو هېوادونو ګډو اندېښنو سره نژدې کړل.

امریکا په ۲۰۱۶ کې هند خپل «لوی دفاعي شریک» یاد کړ او له هماغه راهېسې دواړو هېوادونو یو لړ تړونونه لاسلیک کړل چې پوځي همکاري زیاتوي او د لومړۍ درجې وسلو انتقال هم اسان کوي.

XS
SM
MD
LG