د لاس رسي وړ اتصالات

د چارلسټن کلیسا نن خپل مذهبي مراسم بیا پیلوي


پولیس وایي ۲۱ کلن ډیلان راف د نژادي تبعیض د کرکې په وجهې په کلیسا کې تورپوستي وژلي دي.
پولیس وایي ۲۱ کلن ډیلان راف د نژادي تبعیض د کرکې په وجهې په کلیسا کې تورپوستي وژلي دي.

داسی توقع کیږي چې د تورپوستو په دې کلیسا کې به د یکشنبې په ورځ د خواخوږۍ ډېراحساسات څرګند شي چې ګڼ خلک او د قربانیانو کورنۍ به په کې ګډون کوي.

په ښار کې لا هم ماتم دی.

په دغې کلیسا کې یو سپین پوستي ځوان برید وکړ او نهه تنه یې ووژل. له برید وروسته اوس د کلیسا مخه د فاتحې او دوعا کولو په یوې سیمې بدله شوې ده، خلک د وژلو شویو له کورنیو سره غم شریکوي او د ګلانو ګیډۍ ږدي. د دوشنبې په ورځ په سلګونو خلکو په چارلسټن ښار کې سوله ایز لاریون وکړ.

په کلیسا کې ټول وژل شوي کسان تورپوستي وو.
په کلیسا کې ټول وژل شوي کسان تورپوستي وو.

په کلیسا کې د درې زخمي شوېو کسانو یوې ملګرې اندي سیویج وویل هغه لاهم د برید په اصلي هدف ندی پوه.

دا وايي "هیڅ چا فکر نه کاوه چې یو تن به داسی مقدس ځای ته ورننوځي او په بی رحمه ډول به خلک ووژني. هیڅ څوک د دومره کرکې او وحشت تصور نشي کولی."

د فدرالي ادارې پولیسو د مشکوک برید کوونکي ډیلن راف یو ویب پاڼه څیړي چې هغه په کې وسلې او کنفیډریټ یا د هم پیمانتوب یو بیرغ نیولی دی، داسې نښه چې اکثره یې د نژادي زغم نه لرلو یو سمبول ګڼي.

دا ویبپاڼه چې ګمان کیږي د راف خپله ده، په اړه یې ویل شوي چې د نژادي نابرابرۍ په اړه پراخې لیکنې په کې شوي.

همداشان په نیویارک کې د یوی مظاهرې په ترڅ کې، ددغه ښار ښاروال بیل دي بلاسیو په کلیسا برید کوونکی تروریست وباله او ویې ویل "دا یو تروریستي عمل و. دا د کورني تروریزم یو عمل و. دا د نژاد پرستۍ د تروریزم یو عمل و."

۲۱ برید کوونکی راف چې یو سپین پوستی دی او د توکمپالنې سابقه لري، اوس د چارلسټن ښار په مرکزي زندان کې بندي دی.

هغه د نهه کسانو د وژلو او د وسلې کاروونې په تورونو ګرم دی چې بله محکمه به یې د اکتوبر په میاشت کې وي.

XS
SM
MD
LG