د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایی تابعیت ترلاسه کولو ازموینه لا پسې سختیږي


د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي چې راتلونکې کال به ددغه هېواد د تابعيت د ترلاسه کولو د ازموینې بڼه بدله شي، خو د کډوالۍ او د پناه غوښتنې د چارو مدافعان بیا اندېښمن دي چې دا بدلون به د هغو کسانو لپاره ستونزې رامنځته کړي چې د انګلیسي ژبې سره لږه بلدتیا لري‌.

دغه ازموینه د متحدو ایالتونو د تابعیت ترلاسه کولو په موخه یو له وروستیو ګامونو څخه دی چې اداري بهیر یې میاشتې میاشتې وخت نیسي او هان ځینې هغه کسان چې په امریکا کې د دایمي استوګنې (شنه کارتونه) لري باید ددغه هېواد د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره کلونه انتظار وکړي.

د تابعیت د ازموینې د وروستۍ نسخې بیا کتنه په ۲۰۰۸ کې ترسره شوې او چارواکي وايي چې دا ازموینه باید په هرو ۱۵ کلونو کې نوی شي. د چارواکو په وینا د تابعیت د ازموینې نوې نسخه به په راتلونکي کال کې نهايي شي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې دغه ازموینې ته بدلون ورکړ او هغه یې اوږده او ستونزمنه کړه، خو د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو میاشتو کې د یو اجرائیوي فرمان په لاسلیکولو سره د پخواني ولسمشر ټرمپ له خوا رامنځته شوي خنډونه لرې کړل او د تابعیت ازموینه یې بیرته د ۲۰۰۸ نسخې ته راوګرځوله.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (یو اس سي ای اس) وړاندیز کړی چې د تابعیت ازموینې ته د انګلیسي ژبې مهارتونو ارزولو لپاره د "خبرې کولو یا محاورې" نوې برخه اضافه کړای شي، په کوم کې چې ازموینه اخیستونکي ته به د ورځني چارو لکه د اب او هوا یا د خوړو یو عکس وښودل شي او نوموړی باید د هغه په اړه خبرې وکړي.

د تابعیت په اوسنۍ ازموینه کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې چارواکې د مرکې په ترڅ کې د انګلیسي ژبې مهارتونه د شخصي پوښتنو له لارې ارزوي کوم چې غوښتونکي له وړاندې د تابعیت د منلو په اسنادو کې ځواب کړي دي.

هیوین مهریتا، چې ۱۰ کاله وړاندې له ایتوپیا څخه متحدو ایالتونو ته کډواله شوې وه، د می په میاشت کې د تابعیت د ترلاسه کولو ازموینه ورکړه. هغې وویل: " فکر کوم چې دا زما لپاره ګرانه ده چې عکسونه وګورم او تشریح یې کړم."

۳۲ کلن مهریتا وویل، امریکا ته له کډوالۍ وروسته یې انګلیسي ژبه زده کړې ده.‌ هغې د انګلیسي د ژبې د زده کړې په برخه کې د ځینو کلماتو تلفظ خورا ستونزمن وباله. نوموړې اندیښنه لري چې د شخصي پوښتنو پرځای د عکسونو پر بنسټ د خبرو کولو د نوې برخې زیاتول به د هغې په څیر د نورو لپاره د تابعیت د ترلاسه کولو ازموینه ګرانه کړي.

بل وړاندیز شوی بدلون به د امریکا د متحدو ایالتونو د تاریخ او حکومت په اړه د مدني برخې پوښتنو پرځای، څو انتخابي پوښتنو ته د لنډ شفاهي ځوابونو ورکول دي.

د مساچوسیټ په ایالت کې د تابعیت د کتاب لیکوال بل بلیس وايي، د مدني برخې د پوښتنو بدلون، ازموینه ډیره ستونزمنه کوي، ځکه چې ډیرې پوهې ته اړتیا لري.

د بیلګې په توګه، هغه وايي، اوسنۍ ازموینه له غوښتونکو څخه پوښتنه کیږي چې د هغه جګړې نوم واخلي چې متحدو ایالتونو په ۱۹ پیړې کړې کې کړې وه. غوښتونکی باید د پوښتنې سم ځواب لپاره یوازې ددې پنځو جګړو لکه لومړۍ نړیواله جګړه، دویمه نړیواله جګړه، د کوریا جګړه، د ویتنام جګړه، یا د خلیج جګړې څخه د یوې جګړې نوم واخلي.‌

خو د انتخابي پوښتنو په بڼه کې غوښتونکی پوښتنه لولي او د ورکړل شویو څو ځوابونو څخه سم ځواب غوره کوي. په دې حالت کې، غوښتونکی باید د سم ځواب د غوره کولو لپاره په ټولو پنځو جګړو پوه شي چې متحدو ایالتونو په ۱۹مې پیړې کې کړی دي چې دا پخپله "د ژبې او د ازموینې ورکولو لوړ مهارتونو ته اړتیا لري."

د مساچوسیټ ایالت د تابعیت د چارو همغږي کوونکي، لین وینټراب وايي چې د تابعیت د ازموینې لپاره د مدني برخې د زیاتولو وړاندیز کولی شي د پاخه عمر لرونکو کډوالو او معلولینو په ګډون د هغو خلکو لپاره دغه ازموینه ډیره ستونزمنه کړي چې د انګلیسي ژبې په زده کړې ستونزې لري.

په سن دیاګو کې د تابعیت د چارو همغږي کوونکې، میشل پروټ بیا وايي: "موږ ډیر زده کوونکي لرو چې کډوال دي او دوی د جګړې ځپلو هیوادونو څخه راغلي چې ښايې د ښوونځي پای ته رسیدو یا هان هغه ته د تلو موکه یې نه وي‌ لرلی." د هغه په وينا، که يو څوک په مورنۍ ژبه ليک او لوست نه وې زده کړې، نو د دويمې ژبې زده کول ورته ډېر ستونزمن دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې د دسمبر په میاشت کې په یوې اعلامیې کې وویل چې د ازموینې په برخه کې وړاندیز شوي بدلونونه یو له غوره لارو څخه دی چې د تابعیت د ازموینې په معیاري‌ کولو کې مرسته کوي‌.

د امریکا د فدرال قانون له مخې ، ډیری کسان چې د تابعیت غوښتونکي دي باید په انګلیسي ژبه پوه شي او د عامو کلمو د ویلو ، لوستلو او لیکلو د وړتیا ترڅنګ،‌ د متحدو ایالتونو د تاریخ او حکومت په اړه یوه اندازه پوهه او معلومات ولري.

یادې ادارې ویلي چې وړاندیز شوي بدلونونه په ۲۰۲۳ م کال کې پیلیږي او بیا به د ژبې او مدني کارپوهانو یوه ډله یې د پایلې ارزونه وکړي. دغه کاري ډله به د بدلونونو د ښه پلي کولو په موخه د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې ته خپل وړاندیزنه هم وړاندي کړي.

د کالیفورنیا د سان فرانسیسکو په پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسوره سارا ګوډمن وايي، د امریکا متحده ایالتونه اوسمهال د جرمني، کاناډا او بریتانیې په ګډون د نورو لویدیځو هیوادونو په پرتله د تابعیت د ترلاسه کولو تر ټولو اسانه ازموینه لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې په وینا، په ۲۰۲۲ مالي کال کې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو ددغه هېواد تابعیت ترلاسه کړل چې له ۱۹۰۷ راهیسې ترټولو لوی شمیر ګڼل کيږي.

XS
SM
MD
LG