د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د راغلیو افغانانو لپاره د بشردوستانه پیرول بهیر بیا پیلوي


د کورني امنیت وزارت ویلي چې د پیرول بهیر په هکله به نور معلومات وروسته شریک کړي.
د کورني امنیت وزارت ویلي چې د پیرول بهیر په هکله به نور معلومات وروسته شریک کړي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت وایي په شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، دا بهیر بیا پیلوي تر څو دا افغانان وکړی شي په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.

دې وزارت په یوې اعلامیې چې جمعه مې ۵ (غوایي۱۵) یې خپره کړې ویلي هغه افغانان چې د بشردوستانه ویزو له لارې د "متحدینو ښه راغلاست عملیاتو" په ترڅ کې متحده ایالاتو ته راغلي د روان ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې کولی شي چې په آنلاین بڼه د بیا پیرول کیدو لپاره درخواستونه وسپاري.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیرول د لومړي بهیر په شان به دا ځل هم هره قضیه په جلا جلا توګه د عاجلو بشري دلایلو او مهمو عامه ګټو په نظر کې نیولو سره طی مراحل کیږي.

وزارت ویلي چې پدې هکله معلومات به ژر خپاره کړي خو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.

د کورني امنیت وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د هغو زرګونو افغانانو خوندیتوب، امنیت او سلامتیا دوام ته ژمن دی چې د متحدینو ښه راغلاست عملیاتو له مخې امریکا ته راغلي او د "دوامدار ښه راغلاست" پروګرام له مخې به دا چارې روانې ساتي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې حکومت څو ځله د راغلیو افغانانو د میشت کیدو لپاره لایحه برابره کړې او په کانګرس یې په عامه توګه غږ کړی چې دا لایحه دې منظوره کړي. دموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه یې د دې لایحې ملاتړ کوي.

د کورني امنیت وزارت ویلي چې د لایحې منظوریدل به د هغو زرګونو افغانانو ته چې د بشردوستانه ویزو له لارې امریکا ته راغلي، د کډوالۍ دوامدارې او اغیزمنې لارې ته برابر کړي.

وزارت همدرانګه د افغانانو څخه غوښتي چې په په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو لپاره که په شرایطو برابر وي، د ځانګړو ویزو او یا پنا اخیستو بهیر دې تعقیب کړي او هم دې د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمات په ویب پاڼې کې د ځانونو لپاره حسابونه جوړ کړي .

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي چې د روانې مې میاشتې په ۱۷ مې نیټې به په ټول هیواد کې د افغانانو د ملاتړ مرکزونه پرانیزي او لومړی مرکز به د اریزونا ایالت د فینیکس په ښار کې جوړ کړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې پدې مرکزونو به د متحده ایالاتو حکومت اوغیر دولتي سازمانونه د راغلیو افغانانو لپاره د ټولنیزو خدماتو په هکله معلومات ورکوي.

دې وزارت ویلي چې د نورو مرکزونو او نیټو په هکله معلومات به په راتلونکو اوونیو کې اعلان کړي.

د متحده ایالاتو د حکومت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان ایستل شوي او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي.

متحده ایالاتو ته د راغلیو افغانانو د کډوالۍ بهیر پدې پورې اړه لري چې په افغانستان کې یې څه ډول دنده درلوده، د طالبانو تر راتګ وروسته یې ژوند څنګه په خطر کې و او دا چې د متحده ایالاتو په کوم ایالت کې میشت کیږي ځکه هر ایالات د مهاجرینو لپاره بیل بیل قوانین لري.

په څه باندې ۱۲۰ زره افغانانو کې چې د متحده ایالاتو عسکرو د تخلیې په بهیر کې راایستلي، هغوي دي چې د امریکایي ځواکونو سره یې د ژباړونکي یا نورو دندو کې کار کړی او د مهاجرت ځانګړې ویزې ورته ورکړل شوي. دويته امریکا ته تر راتګ وړاندې ځیني اسناد ورکول کیږي او تر راتګ وروسته یې د قانوني دایمې اوسیدنې (ګرین کارت) سند هماغه آدرس ته استول کیږي چې په غوښتنلیک کې ثبت شوی وي.

دویمه کټګوري هغه افغانان دي چې د ځانګړو ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي خو لا ورته ویزې ندي ورکړل شوي. دوي متحده ایالاتو ته د (humanitarian parole) د لارې راوړل کیږي او د ځانګړو ویزو په اسنادو یې کار کیږي. د پیرول تر منل کیدو وروسته هغوي کولی شي چې د امریکا د تابعیت او کډوالو د خدماتو د ادارې سره د مهاجرت بیلا بیلو پروګرامونو ته غوښتنلیکونه وسپاري.

یو شمیر د خطر سره مخامخ افغانان چې د تخلیې پر وخت د ځانګړو ویزو متقاضیان نه وو، د کډوالۍ د ملي قانون له مخې متحده ایالاتو د (humanitarian parole) د لارې راوړل شوي. دا کسان امریکا کې د ویزې پرته په موقتي توګه ژوند کولی شي خو د دایمې اوسیدنې سند نه ورکول کیږي خو کولی شي چې د پنا اخیستو لپاره خپل اسناد د امریکا د مهاجرت ادارې ته وسپاري. دوي کولی شي سمدستي او یا تر یو کاله پورې د پنا غوښتنه وکړي

XS
SM
MD
LG