د لاس رسي وړ اتصالات

ایران سره له مقابلې پرته منځني ختيځ کې سوله نه راځي- پمپیو


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي د ایران پر ضد له مقابلې پرته نشي کیدای چې په منځني ختیځ کې سوله او ثبات راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې نن په پولنډ کې په دوه ورځني کنفرانې کې وکړې. د وارسا د کنفرانس هدف په منځني ختیځ کې سوله او ثبات ښودل شوی دی.

مایک پمپیو وویل هغوی ( ایرانیان) "په لبنان، یمن ، سوریه او عراق کې شیطاني نفوذ لري" او د حزب الله، حماس او د حوثیانو ډله چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، یو واقعي تهدید شمیرل کیږي.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه، نور تهدیدات هم موجود دي خو نشي کیدای چې د ایران پر وړاندې له اقدام پرته په منځني ختیځ کې سوله راشي.

له دې وړاندې د جمهور رئیس ټرمپ مدافع وکیل هم په دې غونډه کې د ایران رژیم یو مستبد رژیم ګڼلی وو او ویلي وو چې په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره باید دا رژیم بدل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وارسا په غونډه کې د منځني ختیځ له هیوادونو وغوښتل چې د سیمه ایزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره باید مشترک کار وشي.

د وارسا کنفرانس د امریکا د متحده ایالاتونو او پولنډ په همکارۍ جوړ شوی دی.

که څه هم ددې کنفرانس هدف په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات رامنځ ته کول ښودل شوی خو ظاهرا داسې ښکاري چې تر ډیره به د ایران پر منزوي کیدو متمرکز وي.

تهران ددې کفنرانس جوړیدل غندلي او هغه یې د امریکا له خوا د ایران ضد ننداره بللې ده.

د وارسا په کنفرانس کې د یو شمیر عربي هیوادونو په ګډون د نړۍ د ۶۰ هیوادونو استازو برخه اخیستې ده، خو د روسیې، چین ، لبنان ، فلسطین فرانسې او جرمني استازو او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ اړیکو رئیسې فدریکا موګریني ګډون کړی ندی.

XS
SM
MD
LG