د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې ځانمرګي برید ۲۰ تنه وژلي دي


برید د سپاه پاسدران پر موټر شوی دی

برید د چهارشنبې په ورځ (فبروري ۱۳) د ایران د سپاه پاسدران په ځواکونو شوی دی چې ۲۰ په کې ژوبل شوي هم دي.

اسوشیتډپرس وايي دا برید د ایران په سویل د سیستان بلوچستان په ایالت کې شوی.

د ایران دولتي اژانس د یو ایراني چارواکي له خولي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی دی وايي چې ځانمرګي بریدګر د خاش زاهدان په لویې لارې کې د سپاه پاسداران په موټر ځان الوځولی دی.

سپاه پاسداران هم دا برید تاید کړی دی او ویلي دي چې دا (تکفیریانو برید) و.

تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

تر دمخکې د ایران پر پارلمان هم ډله ایز برید وشو چې یو شمېر کسان په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG