د لاس رسي وړ اتصالات

۵۰سنټه امریکایي سکه په نیم میلیون ډالرو وپلورل شوه


دا سکه په ۱۸۳۸ کې جوړه شوې وه

د متحدو ایالتونو د مریلند ایالت په مرکز بالتیمور کې د ۱۸۳۸یوه ۵۰ سنټه/ نیم ډالري سکه په ۵.۴ میلیون ډالرو وپلورل شوه.

دا سکه د جمعې په ورځ (نومبر۱۵) لیلام شوه. دا یوه نادره سکه بلل کیږي چې د چارواکو په وینا دا ډول ۲۰ سکې جوړې شوې وې او اوس یې ۱۱ پاتې دي.

د سکې پر مخ د یوې ښځې تصویر حک شوی چې پر سر یې (Liberty) –ازادي- لیکل شوې ده. د سکې پر بل مخ د یو عقاب تصویر کښل شوی دی چې د متحدو ایالتونو ملي نښه بلل کیږي.

د نیواورلیان د سکې جوړولو شرکت چې په ۱۸۳۸ کې یې کار پیل کړ او د سرو زرو او نقرو سکې یې ضرب کولې، دا سکه جوړه کړې وه. د سي ان ان د راپور په اساس هغه وخت د لاتینې امریکا له هېوادونو څخه متحدو ایالتونو ته سکې انتقالېدلې چې کمسارې دي.

هغه مهال د (ژېړې تبې) ناروغي خپره شوې وه او د نیواورلیان شرکت په موقت توگه وتړل شو او بیا د تخنیکي ستونزو له کبله نورې دا ډول سکې تولید نشوې او شمېره هماغسې محدوده پاتې شوه. تولید شوې سکې هم د سکه ساتونکو لاس ته ورغلې.

تر دې مخکې همداسې یوه بله نیم ډالري سکه د امریکا د فلوریدا په ایالت کې په ۴۴۴زره ډالرو پلورل شوې وه.

په ۲۰۱۳ کې د سپینو زرو (نقرې) یوه سکه چې په ۱۷۹۴ کې جوړه شوې وه، په څه باندې لس میلیونه ډالرو وپلورل شوه چې دا د سکو د پېر او پلور په بازار کې تر ټولو لوړ قمیت دی.

XS
SM
MD
LG