د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړی چې داعش، القاعده او د هغوی اړوندې ډلې لا هم په بېلابېلو سیمو کې فعالې دي او د بدلېدونکو شرایطو سره د ځان عیارولو وړتیا لري.
د شورا په وینا، دغې ډلې له سیمهییزې بېثباتۍ، سیاسي کړکېچونو او ټولنیزو ستونزو څخه په ګټې اخیستنې خپل فعالیتونه دوامداره ساتلي دي.
د افغانستان په تړاو د داعش خراسان څانګه د سیمهییز امنیت لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګڼل شوېده.
د امنیت د شورا په بحث کې چې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) ترسره شو د داعش او اړوندو ډلو د دوامدار ګواښ یادونه شوې، خو په وړاندې شوې اعلامیه کې د افغانستان په اړه جلا او مشخص عملیاتي جزئیات نه دي ورکړل شوي امنیت شورا همدارنګه خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې د ټولنیزو رسنیو، نوې ټکنالوژۍ او انلاین تبلیغاتو څخه د خپلو موخو لپاره کار اخلي.
د ځوانانو جذبول، د مالي سرچینو برابرول او د نویو اړیکنیزو وسایلو ناوړه استفاده هغه ننګونې دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا زیاته کړې ده.
د داعش خراسان د فعالیتونو څار او د دې ډلې د احتمالي ګواښونو مخنیوی د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره مهم ګڼل شوي.
د امنیت شورا د داعش او القاعده اړوند بندیزونو د څار کمېټې د راپور له مخې، ترهګرې ډلې د خلکو تښتولو، د پیسو ترلاسه کولو، د ځوانانو جذبولو او تبلیغاتي فعالیتونو له لارې خپلې سرچینې پیاوړې کوي.
د شورا غړو د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د بندولو، د وسلو د خپرېدو د مخنیوي او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بحث اساسي پیغام دا و چې د داعش او القاعده ګواښ یوازې د یوه هېواد ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګډې او دوامدارې هڅې غواړي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې دغه اندیښنې څرګندوي چې پر افغانستان واکمن طالبان وایي چې هغوی د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ځپلې ده او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه