د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د شپږو پېړیو تاریخي اسناد کابل ته وسپارل


د امریکا د کانګرس کتابتون دغه اسناد افغانستان ته وسپارل
د امریکا د کانګرس کتابتون دغه اسناد افغانستان ته وسپارل

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د متحدو ایالتونو د کانګرس کتابتون د افغانستان اړوند ۱۶۳۰۰۰ زره بېلابېل تاریخي اسناد، کتابونه، ورځپاڼې، تصویرونه نقشې او انځورونه له چاپي بڼې نه ډيجیټلي بڼې ته اړولي دي.

د وزارت ویاند هارون حکیمي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د کانګرس کتابتون دغه اسناد د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل.

ښاغلي حکیمي وویل "د یادې پروژې کار په ۲۰۱۲ کې پیل شوی و او په دې زېرمه کې د افغانستان اړوند هغه کتابونه، نقشې، خطي نسخې، انځورونه، ورځپاڼې، او په پښتو، دري، انګلیسي، جرمني، فرانسوي، روسي او اروپایي ژبو هغه آثار چې له ۱۳۰۰ میلادي څخه تر ۱۹۹۰ پورې په مختلفو تاریخي دورو پورې اړه لري."

نوموړي وویل چې په دغه کار سره د افغانستان د تاریخ مهم اسناد او پاڼې خوندي شوې، هغه وویل چې دا مهال د افغانستان په ملي ارشیف کې هم ۱۵۰ زره داسې اسناد شته چې د ډیجیټلي کېدو کار یې روان دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:03 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG