د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ هغه څوکۍ چې خلک رایې ورکوي

د امریکا د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې د وروستیو دوو کلونو لپاره د کانګرس کنټرول د سیالۍ مهمه موضوع ده.

دا ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره کېږي.

جمهوري‌ غوښتونکي هڅه کوي په کانګرس کې خپل اکثریت وساتي، په داسې حال کې چې دیموکراتان د کانګرس د کنټرول بېرته ترلاسه کولو او په واشنګټن کې د واک د توازن بدلولو لپاره مبارزه کوي.

ډونالډ ټرمپ په هغو مهمو ایالتونو کې، چې د دیموکراتو او جمهوري‌ غوښتونکو نوماندانو ترمنځ پکې سخته سیالي روانه ده، د جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ هڅې کوي.

د سنا د دیموکراتانو مشر، چک شومر، استدلال کوي چې رایه‌ورکوونکي د هېواد لپاره یو نوی مسیر غواړي.

د کانګرس د رخصتۍ پر مهال د سنا غړي خپلو ایالتونو ته ستنېږي او هلته به په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت وي.

دا ټاکنې به د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه ترسره شي، چې په ترڅ کې یې د سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ د رایو لپاره وړاندې کیږي.

جمهوري غوښتونکي اوس مهال په سنا کې ۵۳ څوکۍ لري. دیموکراتان ۴۵ څوکۍ لري او دوه خپلواک سناتوران هم له دیموکراتانو سره همغږي دي، چې په دې توګه د څوکیو تناسب ۵۳ د جمهوري‌غوښتونکو او ۴۷ د دیموکراتانو او د هغوی د متحدانو په ګټه دی.

په الاسکا، آیوا، مېن، مېشیګن، اوهایو او ټکساس ایالتونو کې د سنا لپاره سیالۍ په ډېر دقت څارل کېږي.

د استازو جرګې غړي هم خپلو ټاکنیزو حوزو ته ستنېږي څو خپل انتخاباتي کمپاینونه پر مخ یوسي او د احتمالي رایه‌ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړي.

په دغو ټاکنو کې به د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ د رایو لپاره وړاندې شي.

د ۲۰۲۶ کال له ټاکنو مخکې، د استازو جرګه ۲۱۸ جمهوري غوښتونکي، ۲۱۴ دیموکراتان، یو خپلواک غړی او دوه تشې څوکۍ لري.

د بېل کلنټن څخه تر جو بایډن پورې، له پنځو ولسمشرانو څخه څلورو د خپلې ولسمشرۍ په لومړنیو منځمهاله ټاکنو کې ولیدل چې ګوند یې د استازو جرګې اکثریت له لاسه ورکړ.

جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۲ کال کې له دې څخه مستثنی و.

په ۲۰۲۲ کال کې جمهوري غوښتونکو د ولسمشر جو بایډن له دیموکرات ګوند څخه د استازو جرګې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۸ کال کې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، دیموکراتانو له جمهوري غوښتونکو څخه د استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړ.

همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه به د امریکا په ۳۶ ایالتونو کې رایه‌ورکوونکي د ایالتي مقننه جرګو د غړو ترڅنګ خپل والیان هم وټاکي.

د کانګرس هغه غړي چې د ۲۰۲۶ کال په ټاکنو کې بریالي کېږي، خپلې دندې به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په درېیمه پیل کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG