د لاس رسي وړ اتصالات

د مهاجرت په قانون کې بدلون د اوباما ستر سرخوږی


که چیرته جمهور رئیس بارک اوباما د امریکا د مهاجرت په سیستم کې د ژمنې سره سم د جمهوري ریاست د صلاحیتونو نه په استفادې سره اصلاحات راولي، نو کیدای شي په واشنگټن کې په دې اونۍ کې غټ سیاسي جنجال رامنځته شي.

د امریکا غږ خبریال مائیکل بومن رپوټ ورکوی چې جمهور رئیس اوباما د کانگرس له منظورۍ نه پرته د میلیونونو بی اسناده مهاجرینو د بیرته نه لیږلو په هکله اجرايي فرمان صادرولی شي، خو د هغه دا اقدام جمهوري غوښتونکي چې د کانگرس د دواړو مجلسونو د کنترول ترلاسه کولو دپاره ځان چمتو کوي، په غوسه کولی هم شي.

په متحده ایالاتو کې د تخمین له مخې دولس میلیونه مهاجرین په غیرقانوني ډول اوسیږي، په دې هیواد کې د دغو مهاجرینو ماشومان زیږیدلي دي، د دوی د برخلیک د څرگندیدو لپاره کلونه کیږي چې کانگرس بحثونه کوي، خو پدې کې پاتی راغلی چې د مهاجرت اړوند د اصلاحاتو داسې یوه مسوده جوړه کړي چې د قانون په بڼه د جمهور رئیس له خوا نه توشیح شي.

د جون په میاشت کې جمهور رئیس اوباما چې ستړی برخیده وویل نور یې حوصله پای ته رسیږي "زه یوه نوې هڅه پیلوم چې د خپل توان په اندازې د مهاجرت په سیستم کې اصلاح راولم. که چیرته کانگرس خپل کار نشي ترسره کولې، لږ تر لږه موږ خو خپل کار کولې شو."

جمهور رئیس دا خبرې تیره اونۍ آسیا ته د روانیدو په وخت کې تکرار کړه او ویی ویل که چیرته ېې په خپل سر اقدام وکړ، نو جمهوري پلوه غړي دی خپل ځان ملامت وگڼي " زه هروخت دیته لیوال ېم چې د مهاجرت د ستونزې په اړه په یو قانوني حل مذاکره وکړم، او څنگه چی هغوی مسوده تصویب کړي زه به یې ژر تر ژره لاسلیک کړم چې زموږ د مهاجرت سیستم تصحیح شي. په دې توگه به هر هغه اجرائیوي اقدام چې ما کړی وي قانون به د هغه ځای ونیسي. نو هغوی ددی قابلیت لري چې دا سیستم سم کړي. خو د دې تمه نشی کولی چې د همدې مات و گوډ سیستم سره تر پایه پاتی شم او هیڅ ونکړم."

د کانگرس ماڼۍ سمدستي غبرگون وښود، او د کانگرس د استازو د مجلس رئیس چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي وویل " که چیرته جمهور رئیس په خپل سر دا کار وکړي، موږ به ورسره سخت مقاومت وکړو. دا د حکومت کولو ناسمه طریقه ده. دا هماغه څه دي چې د امریکا ولس د ټاکنو په ورځ وویل چې دوی یې نه غواړي."

د سنا په مجلس کې مطرح جمهوري پلوه میچ مکونیل چې د جنورۍ په میاشت کې به په سنا کې د اکثریت مشر شي هم دا خبره وکړه " ما به شاید په ډیره ساده گۍ دا هیله څرگنده کړي وي چې جمهور رئیس به د ټاکنو پایلې خامخا لیدلي وي او دا پریکړه به یې کړي وي چې سیاسي مرکز ته راشی او موږ سره په گډه کار وکړي. اوس هم پدې هیله یم چې په یو وخت کې به همداسی وکړي، خو لمړنۍ نښې یې ښې نه ښکاري."

هر هغه اجرائیوي اقدام چې جمهور رئیس یې وکړي، نو قانوني مخالفت به یې وشي. تردی سربیره، د کانگرس رئیس جان بینر به د امریکا د حکومت د بودیجې د ځنډیدلو مسله هم ختمه نه کړي، داسی یو کار چې کیدی شي په نژدې میاشت کې د فدرالي حکومت د غیرضروري مامورینو د بی معاشه رخصتیدو سبب شي.

خو د جمهور رئیس د دیموکرات گوند ځنی غړي واېي، که په هر قیمت تمامیږي خو د مهاجرت په قانون کې د اصلاحاتو دپاره اجرائیوي اقدام تر اوسني روان وضعیت ښه دی.

د کانگرس کې دیموکرات غړی لؤئیس گتوریز وایي " هغه څه چې موږ یې غواړو هغه دادي چې جمهور رئیس په یو لوی اقدام لاس پورې کړي، په جرئت اقدام وکړي پراخ اصلاحات راولی او ډېر ژر یې وکړي."

جمهوري پلوه وایي، د مهاجرت د قانون په اړه اجرائیوي حکم به د کانگرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ د جمهور رئیس په راتلونکې دوه کلنې دوره کې اړیکې لا پسې خرابې کړي.

XS
SM
MD
LG