د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس امریکا کې د مریتوب تاریخ څیړلو لپاره کمیسیون ټاکي


په واشنګټن ډي سي کې د مدني حقونو د مبارز مارټن لوتر کینګ مجسمې مخې ته مظاهره.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونه په امریکا کې د مریتوب د تاریخ د څیړلو لپاره یو کمیسیون جوړوي. په لایحې کې د کمیسیون د جوړیدو تر څنګ د "مناسبو اصلاحاتو" د وړاندیز غوښتنه شوې.

د استازو مجلس د قضایه کمیټې مشر جیرولډ ناډلر ویلي چې سبا د چهارشنبې په ورځ به د کمیټې غړي پدې لایحې کې د لازمو اصلاحاتو او تغیراتو راوستلو بحث وکړي. لایحه تر دې وروسته د استازو مجلس عمومي غونډې ته د بحث لپاره وړاندې کیږي.

ښاغلي ناډلر ویلي د "H.R40 په نامه د لایحې هدف دا دی چې مونږ د خپل تاریخ نه خبر شو او د نژادي پوهې او پرمختګ لپاره لا سره نږدې شو."

د قضایه کمیټې مشر تیره اوونۍ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د مریتوب تر لغوه کیدو وروسته هم د تور پوستو امریکایانو بیلول او پر هغوي تسلط د هیواد د پالیسو مهمه برخه وه.

جیرولډ ناډلر په اعلامیه کې همدارنګه ویلي چې لا هم په امریکا کې پوهنې، روغتایي خدماتو، کور درلودو، بیمې، کار روزګار او نورو ټولنیزو کارونو کې نژادي توپیر شته دی. ښاغلي ناډلر ویلي چې دا کار د مریتوب د تاریخ سره تړاو لري.

دا لایحه د استازو په مجلس کې د ټکساز د ایالت استازې شیلا جکسن لي معرفي کړې چې پخپله هم تور پوستې امریکایۍ ده.

میرمن جکسن لي ویلي د لایحې له مخې به بالاخره د امریکا په متحده ایالاتو کې د هغو ټولنزیو نابرابریو سره د مبارزې او حل لارو د پیدا کیدو لپاره شرایط برابر کاندي چې د افریقایي امریکایانو په ټولنې کې لا هم روان دي.

دا لایحه باید لومړی د استازو په مجلس کې منظوره شي چې دیموکراتان پکې اکثریت دي او وړاندې تر دې چې جمهور رئیس جو بایډن ته په قانون د بدلیدو په هدف د لاسلیک لپاره ولیږل شي باید د سنا مجلس یې هم منظوره کړي.

په امریکا کې مریتوب په ۱۶ مې پیړۍ کې پیل شوی او د کانګریس غړي یې د څو لسیزو راپدیخوا د څیړلو لپاره د قانون د جوړیدو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG